1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نا مالومو وسلوالو په خوست کي څو تنه ملکي وگړي وژلي دي

۱۳۸۹ خرداد ۳, دوشنبه

پيښه تيره شپه دخوست شمال لويديځ ته د دوه منده ولسوالۍ دسيد خيلو په يوه غرنۍ سيمه کې را منځته سوې ده...

https://p.dw.com/p/NVil
د خوست ښار يو انځورانځور: Pahjwok Afghan News

دخوست ولايت امنيه قومندان جنرال عبدالحکيم اسحق زى وايي، چي تيره شپه د وسله والو طالبانو يوه ډله د دوه منده په ولسوالۍ کي يوه کلي ته ورغلې، او څو تنه کليوال يې له ځانونو سره بېولي دي.

د جنرال اسحق زی په خبره وسله والو د بېول سوو کسانو څخه پنځه تنه وژلي او جسدونه يې په غرنۍ سيمه کې موندل سوي دي.

اسحاقزى زياتوی، چي په وژل سوو کسانوکي دوه تنه د ملي پيوستون دکليوالي شوراګانو غړي او دوو نورو يې د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ سره پخوا کار کاوه او پنځم يې هم ديوه ځايي ښوونځی ښونکى ښودل سوی دی.

د خوست امنيه قومندان جنرال عبدالحکيم اسق زي د دې پيښي پړه پر وسله والو طالبانو اچولې او په وينا يې وسله وال طالبان غواړي چي په دا ډول کړنو سره دولس او دولت تر منځ واټن رامنحته کړي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د پيښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يې هم مسئوليت په غاړه اخستئ.

دوه منده او سيد خيل د خوست ښار څخه60 کيلو ميتره ليري د خوست کابل پر عمومي سړک پرته غرنۍ سيمه ده.

سيمه ايزو خلکو، چي د نوم او ږغ د خپرولو څخه يې ډډه کړې رسنيو ته دټليفون پر ليکه ويلي دي، چي برايي شپه نژدې لس بجې وې چي يوه وسلواله ډله دوو کليو ته ورغله شپږ تنه يې ځاى پرځاى او دوه تنه وروڼه يې د کلي د باندې د زمېڅي په سيمه کي وژلي دي.

کليوال وايي، چي طالبانو د شلو څخه زيات نور کليوال د ځانونو سره ژوندي بېولي دي او د دوئ په خبره په وړل سوو کسانو کي دسيمي مخور او قومي مشران هم شامل دي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل