مېرڅ د رد سوو پناه غوښتونکو اخراجیدل غواړي
۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبهاعلان
هغه د دوسلدورف المانۍ ورځپاڼي: «راینیشه پوست» ته نن پنجشنبه وویل: « د جرمني حکومت خلګو ته د رد سوو پناه غوښتونکو د جدي اخراجیدو وعده ورکړې ده، خو تر اوسه پوري یې څه نه دي کړي».
مېرڅ د هغو رد سوو پناه غوښتونکو تعداد چي باید بیرته ولاړ سي، تقریباً ۳۳۰۰۰۰ کسان بولي. هغه همدارنګه وویل چي په خلګو کي د مهاجرو په مقابل کي لازم تفاهم او قبلیدل هغه وخت رامنځته کیږي او پاتیږي، «چي دواړه عملونه اجرأ سي، یعني هم داچي په هدفمند ډول سره د کار بازار ته مسلکي کسان راوستل سي او هم هغه کسان بیرته اخراج سي چي په جرمني کي د پاته کیدو چانس او اینده نه لري».
میرڅ وویل جرمني د مهاجرو یو هیواد دی، «او موږ هم ډیرو کسانو ته ضرورت لرو، داسي کسانو ته چي موږ ته کارکول غواړي».