1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د مصنوعي ځیرکتیا پلان معرفي کړ

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

جرمني بلاخره یوه ډیجیتلي ستراتیژي لري. اوس به نو صنعت د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي د پخواني حالت څخه راووځي او د اوسني سټندارد سره برابر سي. دولت په دې برخه کي ۳ ملیارډه یورو پانگونه کوي.

https://p.dw.com/p/38QZA
Girl´s Day Berlin Ausstellung
انځور: Getty Images/J.Mcdougall

د مصنوعي ځیرکتیا- KI د ېوې ستراتیژۍ د جوړولو خبره د ۲۰۱۳ م کال راهیسي پلان سوې وه او بلاخره دا دی پس له پنځو کلونو څخه د هغه یوه ستراتیژي جوړه او تر ۲۰۲۵ کال پوري به پکښي درې ملیارډه یورو سرمایه گذاري وسي. د خصوصي اقتصاد د پانگي اچوني سره یو ځای به هغه دوه چنده او ۶ ملیارډه یورو ته ورسیږي. په دې سره به ډیر کارځایونه هم رامنځته سي.

میرکل وویل، چي د دغي ستراتیژۍ هدف دا دی چي جرمني به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کي په بين المللي سطح ډیر مخکښه کړي. په دې څانگه کي درې ملیارډه يورو پانگه اچونه که څه هم په اول قدم کي ډیري معلومیږي، خو د مثال په ډول چین بیا تر ۲۰۳۰ کال پوري په هغه کي ۱۵۰ ملیارډه یورو پانگه اچونه پلان کړې ده.

Deutschland Bremen DFKI Roboter Aila
انځور: DFKI/David Schikora

د ډیجیتالي کولو پنځه برخي

- هغه به د وړکتونو څخه نیولې تر تقاعد پوري د عامو خلکو له پاره ډیجیتلي امکانات رامنځته کړي. داسي چي د زیربنا په پراخولو سره به بلاخره په جرمني کي ټوله انسانان ډیر تیز یا د لوړ سرعت انترنیت- Highspeed-Internet ته لاس رسئ پیدا کړي.

- د صنعت ۴ - "Industrie 4.0" یا څلور ټکی صفر په نوم صنعتي انقلاب تر عنوان لاندي به په کارځایونو کی یو ډیجیتلي تحول رامنځته، چي پکښي به مصنوعي ځیرکتیا په کار واچول سي. خو په عین حال کي به د کارځایونو او نورو اساسي حقوقو ساتنه هم وسي. 

- پنځم دا چي، جرمني غواړي بلاخره د ناپایه بیوروکراسۍ او کاغذ پرانۍ څخه ځان خلاص کړي او ټوله دولتي خدمات د انلاین په واسطه ممکنه سي.

Japan Angela Merkel mit Roboter Asimo in Tokio
انځور: Reuters/I. Kato

Made in Germany یا جرمني کي جوړ سوي توليدات باید بیرته ارزښت ولري

جرمني یو وخت د خپلو تولیداتو، خصوصأ تخنیکي سامان آلاتو په سبب بين المللي شهرت درلود. د تخنیکي لحاظه د موټر جوړولو شرکت اوډي- Audi په خارج کي ډیر نوم درلود او عملأ یې جرمني په لوړه سویه معرفي کاوه. خود هغه راهیسي چي سافټ وېر د موټر د تخنیکي برخي، لکه  ماشین او انجن مهمه برخه گرځیدلې ده، بیا نو جرمني شاته پاته دی. خو اوس باید لکه څنگه چي انګلا ميرکل وايي، جرمني د مصنوعي ذکاوت په برخه کي خپل د "Made in Germany" ښه نوم بیرته په لاس راوړي. خو دې دا هم وویل، چي خلک به د ډیجیتلي پروگرام د رامنځته کولو په مرکز کي قرار ولري او بیا هم مهم پاته سي. میرکل ډاډ ورکړ، چي د دغه پروگرام په عملي کولو سره به بیا هم د سوسیال ازاد بازار پرنسیپونه اعتبار ولري.

Japan China Peking Olympia Pressezentrum Internetzensur
انځور: picture-alliance/dpa

خو د حکومت د دغه پروگرام د عملي کولو په مقابل کي لوی خنډ د خلکو په منځ کي شک او تردید دی. په جرمني کي ډیر خلک هغه ته د شک په سترگه گوري او گومان کوي، چی په دې سره به د هغوی شخصي احوال او معلوماتو ته لاسرسئ اسانه او شخصي ازادي گاني به یې محدودي سي.

زموږ  آرشیف څخه یو  انځوریز البوم:( 03.05.2018)