1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«میرکل د اروپایي اتحادیي د مشرۍ مقام له پاره ډيره وړ ده»

۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبه

د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشر یونکر د خپلې سیاسي دورې تر پای ته رسیدو لږ مخکې هغه خبره وکړه چې حتی له برکسل څخه دباندې یي په اړه فکر کیږي: د اروپا سیاست بې له میرکل څخه د تصور وړ نه دی. یونکر په دې هکله یوه مفکوره لري.

https://p.dw.com/p/3H8Cy
Belgien, Brüssel:  Jean-Claude Juncker begrüßt Angela Merkel
انځور: picture-alliance/AP Images/Y. Herman

د اروپایي کمیسیون مشر جان کلاود یونکر، دا ممکن بولي چې انګلا میرکل دې د خپل صدارت د دورې تر پای ته رسولو وروسته په اروپایي کچه رول ولوبوي: «زه هیڅ تصور نه شم کولی چې میرکل دې (له سیاسي صحنې) څخه غایبه شي.»

يونکر د فونکه په نوم رسنیزې ډلې ته وویل: «نوموړې نه یوازې یوه د درناوي وړ شخصیت لري، بلکې د یو ډیر محبوب څو بعدي شخصيت حیثیت هم لري.»

نوموړي د اروپایي اتحادیي د مشرۍ مقام ته په کتلو سره زیاته کړه:«هغه ډېره زياته وړتيا لري.» یونکر زیاته کړه چې په آلمان کې د هغې انتخاباتي دوره ايله په ۲۰۲۱ کال کې پای ته رسیږي.

څوک ځای ناستی دی؟

د میرکل له خوا په بروکسل کې د یوه مقام د نیولو په هکله په پرله پسې ډول اټکلونه کیږي، خو مخکې تر دې میرکل ویلي وو چې د خپل صدارت دورې تر پای وروسته په نورو سیاسي مقامونو کې د کار کولو اراده نه لري.

د اروپا تر پارلماني ټاکنو وروسته د می میاشتې په پای کې، د اروپایي اتحادیي د کمیسیون په راس کې د یونکر مقام او په همدې ترتیب سره د اروپایي شورا د مشر په توګه د دونالد توسک ځای ناستي هم ټاکل کیږي.

۶۴ کلن سیاستوال یونکر په دې هڅه کې دی چې د اروپا تر ټاکنو وروسته د اروپایي اتحادیي د کمیسیون مشر باید د یوه پياوړي ګوند څخه وټاکل شي او یا حد اقل وړاندیز شي.

یونکر په دې اړه وویل: «زه د پياوړي نوماند د سيستم پلوي يم.»

خو څارونکي په دې نظر دي چې د حکومتونو او دولتونو مشران به په دې برخه کې ټاکونکی رول ولري.

په لوګزامبورګ کې دغه دیموکرات سیاستوال پریکړه کړې ده چې په دې مقام کې د دویمې دورې له پاره له نوماندۍ ډډه وکړي. د هغه کاري دوره د اکتوبر میاشتې په ۳۱ پای ته رسیږي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه غواړي د تاریخ په کتابونو کې د خپل ځان په اړه څه ولولي، وویل:«هغه په صداقت سره کوښښ کړی دی.» یونکر زیاته کړه: «شاید دا اضافي جمله د ده په اړه ښه وي: هغه ځينو کارونو ته نظم بخښلی دی.»

یونکر په دې مرکه کې د یو شمیر روانو سیاسي مسايلو د هغو له جملې څخه له بریتانیي سره د اروپایي اتحادیي د اړيکو په هکله هم خبرې وکړې. نوموړي د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې د بریکزیټ د ځنډيدو سربیره، بیا هم له اروپایي اتحادیي څخه په غیر منظم ډول د بریتانیي د وتلو خطر موجود دی.

لنګر مارکو/ ش. ن