1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل خپله اجنډا وړاندي کړه

۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبه

ميرکل یوه اوونۍ وروسته له هغه چي د آلمان د صدراعظمې په توگه وټاکل سوه، د حکومت کړنلاره اعلان کړه. هغه غواړي په ټولنه کي هغه درز بیرته له منځه یوسي چی د هغې په حکومت کي رامنځته سوی وو. هغې اسلام د آلمان جُز وباله.

https://p.dw.com/p/2ulLi
Bundestag - Angela Merkel gibt Regierungserklärung ab: Plenum
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/O. Messinger

د آلمان صدراعظمي، انگلا ميرکل د خپل حکومت په څلورمه دوره کي د خپل هیواد اوسني وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د آلمان ټولنه تر پخوا زیات له اختلافاتو سره لاس او گریوان ده او هغه غواړي چې  پر دغو «اختلافواتو لاس برتوب پیدا کړي». دا ځکه چي په دغو ټولو مشکلاتو کي دا هم مسئوله بلل کیږي.

په ۲۰۱۵ کال کي د مهاجرو بحران په آلمان کي د دوامداره بدلون سبب سو. له همدې کبله په پارلماني انتخاباتو کي د سوسیال دیموکرات، سوسیال مسيحي او مسیحي دیموکرات گوندونو خپلي رايي له لاسه ورکړې. که څه هم د آلمان اقتصادي حالت ښه دی خو بیا هم ځیني کسان اندیښمن دي او دغه پر قانون ولاړ دولت تر پوښتني لاندي راولي.

میرکل په خپله یو ساعته وینا کي له سوسیال مسیحي گوند څخه نوي داخله وزیر هورست زيهوفر ته هم خپل پیغام واستاوه چي ویلي یې ول «اسلام په آلمان پوري اړه نه لري». میرکل وویل: «د ۴،۵ میلیونه هغو مسلمانانو مذهب چی دلته ژوند کوي د جرمني یوه برخه گرځیدلی دی. همدارنگه د ځینو هغو کسانو له پاره هم چي د دې خبري منل ورته سخت ښکاري.» هغې زیاته کړه: «په دې کي هیڅ شک نه سته چي زموږ هیواد له تاریخي لحاظه د عیسوي  او یهودي مذهب څخه اغیزمن سوی دی. نو چی دا خبره سمه ده بیا نو په دغه هیواد کي د څلور اشاریه پنځه میلیونو اوسیدونکو مسلمانانو مذهب هم ددغه هیواد یوه برخه گرځیدلې ده.»

دا په داسي حال کي ده چي میرکل په پرله پسې ډول د زيهوفر پر څرگندونو باندي انتقاد کړی، د مسیحي سوسیال گوند ایالتي مشر الکساندر دوبرینت بیا له هغه څخه دفاع کوله.

د میرکل په خبره آلمان به پر هر څه برلاسی سي

د زرغون گوند مشر انتون هوف رایتر له مسیحي ديموکرات، سوسیال مسيحي او سوسیال دیموکرات گوندونو څخه غوښتي دي چي «تور او سور اییتلاف باید یو ځل بیا په اصطلاح خپل په منځ کي یوه کلا جوړه نه کړي، بلکي د اپوزیسیون له خوا دلایلو ته هم غوږ ونیسي. یوازي په دې صورت کي به د اولس او پر قانون ولاړ دولت او دیموکراسي تر منځ ژمنتیا نوره هم قوي سي.» په دغه ټکي کي نوموړي هم د میرکل له هغو څرگندونو څخه ډیر لیري نه وو چي غواړي په ټولنه کي رامنځته سوی درز له منځه یوسي.

Bundestag - Angela Merkel gibt Regierungserklärung ab: Alexander Gauland
د آلمان له پاره بدیل گوند مشر الکساندر گاولندانځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

میرکل خپلي غوښتني په لنډ ډول داسي بیان کړې: «زه باور لرم چي د ټولو مشکلاتو تر عهدې به ووزو او نن ورځ زه ورزیاتوم چي آلمان یعني موږ ټوله».

د آلمان له پاره بدیل ښی اړخه گوند پر ډله ایز مهاجرت باندی انتقاد کوي

د «اې. اِف. ډې» یا د آلمان له پاره بدیل گوند چي په پارلمان کي ښی خواته ناست دی د تر ټولو ستر اپوزیسون په توگه د میرکل خبرو ته جواب ورکړ. د نوموړي گوند مشر الکساندر گاولند له میرکل څخه له دې کبله مننه کوي چی د اول وار له پاره یې یو وار بیا د په اصطلاح «آلمانیانو» په هکله خبري وکړې او په عین حال کي یې دا کار د خپل گوند د بریالیتوب دلیل وباله.

خو هغه زیاته کړه چي «ډله ایز مهاجرت پرته له کوم خنډ څخه همداسي روان دی. د مدیترانې پر لاره یوازي د هوا حالات پریکړه کوي چي څومره مهاجر به راسي. داسي یو مسئولیت وجود نه لري چي خپل ټاټوبی له نورو سره تقسیم کړم. دا ښکاره خبره ده چي د همدې موضوع له کبله به زموږ گوند د آلمان حکومت تر فشار لاندي راولي.»

د گاولند په خبره همدا د مهاجرو سیاست ددې سبب سو چي گوند یې پارلمان ته لار پیدا کړه، هغه زیاته کړه «نه په انتخاباتي مبارزه، نه د ایتلاف په تړون او نه هم د حکومت په اجنډا کي مجرمین، ډله ایز قاتلین او د جنسي تیري عاملین کوم نقش لوبولای سي. او نه هم دا حقیقت چي د آلمانیانو په پرتله د مهاجرو په منځ کي د جرمونو کچه لوړه ده.»

انگیلا میرکل په خپله یو ساعته وینا کي د سیاست تقریباً ټولو اړخونو ته اشاره وکړه. له مهاجرت څخه نیولې، د چټک انترنت او تر خارجي سیاست پوري. هغې له روسیې څخه هم  وغوښتل چی په بریتانيا کي د زهرجن گاز د برید په اړه ټول جزییات روښانه کړي.