1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او سارکوزي د یورو په اړه خبري کوي

۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعه

د اسهامو په بازارونو کې د ګډوډيو له امله فرانسه او آلمان غواړي چې د يورو د پولي واحد د ساحې ثبات لا ښه کړي. مېرکل په همدې موخه په راتلونکې اونۍ کې پاريس ته سفر کوي تر څو له خپل سيال، نيکولا سارکوزي سره خبرې وکړي

https://p.dw.com/p/12Fkp
سرکوزی او انګلا میرکل
سرکوزی او انګلا میرکلانځور: picture alliance/dpa

د آلمان لومړۍ وزيره، انګلا مېرکل، او د فرانسې ولسمشر، نيکولا سارکوزي، غواړي چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ په پاريس کې د يورو پولي واحد د کړکېچ په هکله، چې تر اوسه دوام لري، خبرې اترې وکړي.

مېرکل او سارکوزي غواړي په دې باندې خبرې اترې وکړي چې څنګه کېدای شي د يورو د ساحې اقتصادي سياسي لارښوونه بهتره شي.

غونډه د وارخطايۍ په فضا کې دايريږي

د دغې ليدنې کتنې اعلان په داسې وخت کې کيږي چې په فرانسه کې د دې وېره په زياتېدو ده چې دغه هېواد به پخپله د اسهامو په بازارونو کې د روان کړکېچ له امله اغېزمن شي.

يوازې د چارشنبې په ورځ داسې ګنګوسې اورېدل کېدلې چې ګويا د فرانسې د قرضو اعتبار به ښايي راټيټ کړای شي چې له دې امله د يورو په ساحه کې اندېښنې رامنځته شوې وې.

سربېره پر دې د فرانسې د بانکونو په سکتور کې هم د بې ثباتۍ آوازې اورېدل کېدلې. دغه آوازې په کړکېچنو هېوادونو لکه يونان او ايټاليا کې د زياتو هلو ځلو او پانګونو له امله د پيسو د بايللو له وېرې سره تړلې دي.

د ځينو رسنيو د راپورونو خلاف د مېرکل او سارکوزي ليدنه کتنه يوه لنډمهاله ځانګړې غونډه نه ده، بلکې هغه د جولای په يوويشتمه نېټه د يونان په سرمشريزه کې پلان شوې وه.

فرانسويان د سارکوزي پر ځای پر مېرکل حساب کوي

هغه وړانديزونه چې مېرکل او سارکوزي به ورباندې د سې شنبې په ورځ کار کوي، د اروپا د شورا د مشر، هېرمان فن رومپوي، لپاره په نظر کې نيول شوي دي.

نوموړی به په مني کې خپل وړانديزونه وکړي چې څنګه کېدای شي د يورو په ساحه کې مالي او اقتصادي سياسي چارې همغږې شي. اوسنۍ مفکورې د آلمان حکومت ډېری وخت رد کړې دي.

په دغو مفکورو کې د يورو د مشترکو دولتي پورونو رامنځته کول هم راځي. د فرانسې هغه هڅه چې غوښتل يې يو داسې حکومت رامنځته کړي چې يو ډول اقتصادي سياست پر مخ بوزي، د مېرکل ملاتړ خپل نه کړ. له دې امله د اسهامو په بازارونو کې ټولې سترګې د اروپا د دواړو مخکښو مشرانو مشترکې غونډې ته متوجه دي، چې د سه شنبې په ورځ جوړېدونکې ده.

اکثره فرانسويان د يورو په بحران کې د خپل ولسمشر سارکوزي په نسبت پر مېرکل حساب کوي. د يوې ټولپوښتنې له مخې چې د بنج شنبې په ورځ خپره شوه، ۴۶ په سلو کې خلک د آلمان حکومت له لوري د کړکېچ د هوارولو اعتبار لري. دا په داسې حال کې ده چې سارکوزي صرف د ۳۳ فيصدو خلکو د اعتبار څخه برخه مند دی.

مارتین شرادر/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش