1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او ترمپ د افغانستان په اړه څه ويلي؟

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د آلمان د صدراعظمي ویاند ویلي دي چې مېرمن ميرکل د امریکا له ولسمشر سره د افغانستان او د اوکراين په ختیځ کي د وضعیت په اړه خبري کړي دي. دواړه هیوادونه په افغانستان کې سرتیري لري.

https://p.dw.com/p/2ancH
US-Präsident Donald Trump telefoniert mit Merkel und Putin
انځور: picture alliance/Marovich/ Pool via CNP/MediaP

د انګلا میرکل ویاند ستیفن زایبرت، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې میرکل د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره د چهارشنبې په ورځ د تلیفوني خبري اتري کړي دي.

زایبرت روښانه کړې ده چې میرکل له ترمپ سره د خبرو پر مهال د اوکراین د شخړي د حلیدو په موخه د مینسک تړون پر پلي کیدو باندې ټینګار کړی دی. زیاته شوې ده چې دواړو اړخونو په دې موضوع کې پر نزدې کار ټینګار کړی.

پر دې سربیره میرکل او ترمپ د افغانستان پر موضوع هم سره غږیدلي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د آلمان سیاست تر ډیره پورې د پخوا په څیر دی، په دې اړه چې ولسمشر ترمپ به د دې هیواد له پاره په خپل سیاست کې څه بدلون راولي لا تر اوسه پورې هم ډیر څه روښانه نه دي.