1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او اولاند په فرانسې کې سره ولیدل

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوه اولاند، د پجشنبې په ورځ د فرانسې په متز ښار کې سره ولیدل. د کډوالو کړکیچ او له ترهګرۍ سره مبارزه د دوی د خبرو اترو اصلي موضوع ده.

https://p.dw.com/p/1IRQw
انځور: Reuters/T. Camus

د آلمان او فرانسې د وزیرانو په شوری کې چې هر کال د دواړو هیوادونو د یو شمیر وزیرانو په گډون ترسره کیږي، د کډوالو بحران او له ترهگرۍ سره د مبارزې په څیر مسایلو پر سر خبرې اترې کیږي.

ټاکل شوې ده چې د وزیرانو په دغه گډه غونډه کې د مهاجرو د ادغام موضوع هم مهم رول ولري. د آلمان د زارلنډ ایالت لومړۍ وزیره انه گرت کرامپ کارن باور، او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر مارک آیرو، غواړي چې د ټولو له پاره د برابر چانس او ادغام په هکله یوه گډه طرحه وړاندیز کړي.

په دې طرحه کې د مهاجرو ادغام ته د رسیدگۍ په موخه د یوې گډې آلماني او فرانسوي شوری د جوړیدو وړاندیز شوی دی.

میرمن کرامپ کارن باور د غونډې له پيل څخه مخکې اعلان وکړ: «سره له دې چې د مهاجرت په برخه کې د دواړو هیوادونو [فرانسه او آلمان] تاریخ توپير لري، خو د یو ډول ننگونو سره لاس او گریوان دي.»

په پام کې ده چې په مجموع کې د دواړو هیوادونو اړونده ادارې او بنسټونه د کډوالو د ادغام په برخه کې نږدې همکاري ولري.

اقتصادي بودیجه، له ترهګرۍ سره مبارزه او یو شمیر نورو موضوعاتو ته د غونډې په اجنډا کې ځای ورکول شوی. اولاند د غونډې په پیل کې له آلمان څخه وغوښتل چې خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي او له هیواد څخه د باندې په پوځي ماموریتونو کې ډیره برخه واخلي.

هغه وویل: «موږ له ترویزم سره د مبارزې په برخه کې باید پر یو بل قدرت تکیه ونه کړو. آن که دغه قدرت زموږ له دوستانو څخه هم وي.»

اټکل کیږي چې په دغه غونډه کې به په هالنډ کې له اوکراین سره د اروپایې اتحادیې د همکارۍ موافقتنامې په برخه کې د ترسره شوې نظرپوښتنې پر سر هم بحث وشې. دې نظر پوښتنې ته د هالنډ خلکو منفي ځواب ویلې وو.

له سرحدي پولو څخه د باندې معاملو یعنې په مالیاتي برخه کې د ظاهري شرکتونه تر افشاگریو وروسته میرکل او اولاند او په ځانگړي توگه د دواړو هیوادونو د مالیې وزیران به له مالیاتو څخه د تیښتې پر موضوع خبرې وکړي. د پانامه اسنادو جنجالي قضیې په دې ورستیو ورځو کې په رسنیو کې تاوده بحثونه را پارولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب