1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مژده: افغانستان د قطر او طالبانو د خبرو نه بې خبره دی

۱۳۹۰ آذر ۲۵, جمعه

په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کیدو په اړه د آوازو وروسته، افغانستان له دوحې څخه خپل سفیر د مشورې لپاره راوغوښت. افغان کارپوه، وحید مژده، وایي چې قطر په خپل ابتکار او د افغان دولت د غوښتنې پرته دغه کار کړی دی.

https://p.dw.com/p/13U1y
افغان کارپوه، وحید مژده
افغان کارپوه، وحید مژدهانځور: DW

تیره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې قطر څخه یې خپل سفیر د مشورې لپاره رابللی دی. افغان حکومت وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کيدو آوازې خپرې شوې. افغان چارواکو وویل چې دا کار یې د اعتراض په توګه کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې بیا په دې خبرې هم ټینګار شوی چې افغانستان اوس هم د قطر سره نږدي اړیکي لري.

افغان حکومت تل ویلي دي چې طالبان باید یو مشخص آدرس ولري ترڅو د افغانستان د سولې بهیر په سمه توګه پر مخ ولاړ شي. افغانستان تل د طالبانو د دفتر د کوربه هیواد په توګه د ترکیې او سعودي عربستان د هیوادونو نومونه اخیستي دي. خو کله چې قطر اعلان وکړ چې طالبانو ته یې د سیاسي دفتر د جوړولو اجازه وکړې افغان حکومت پر دغې موضوع په ښکاره توګه اعتراض وکړ.

د افغانستان د چارو کارپوه، وحید مژده، وايي چې افغانستان په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کیدو د بهیر په جریان کې نه دی او له همدې کبله یې د اعتراض په توګه خپل سفیر ورغوښتی دی.

هغه زیاتوي چې د دوه کلونو را په دیخوا ځینو آلماني، امریکایي او د قطر چاروا کو د طالبانو له ځینو استازو سره په قطر کی لیدلي دي او د هغوی سره یې په دغه هیواد کې د یوه سیاسي دفتر د پرانستلو په هکله خبرې کړي. مژده زیاتوي چې افغان حکومت په دغو خبرو کې ډیر ښکیل نه دی او له همدې کبله په دې اړه اندیښنه لري.

وحید مژده وایي چې افغان حکومت له ترکیې او سعودي عربستان څخه غوښتې چې طالبانو ته په دغو هیوادونو کې د یوه دفتر د پرانستلو اجازه ورکړي. د مژده په خبره افغانستان هیڅکله هم د قطر څخه دغه شان کومه غوښتنه نه ده کړې او له همدې کبله فکر کوي چې قطر پرته له دې چې افغانستان په جریان کې پریږدي په خپل ابتکار له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړې.

مژده زیاتوي دا لا معلومه نه ده چې طالبان به د قطر دغه وړاندیز ته څه ځواب ووایي خو د هغه په خبره طالبانو پخوا هم دغه او دې ته ورته نور وړاندیزونه رد کړي دي.

مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر