1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل خپل آسيايي سفر پای ته ورساوه

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په سنګاپور کي چي د نړۍ يو ډير مهم مالي او تجارتي مرکز ګڼل کيږي، ميرکل د يورو د حوزې د ځينو هيوادونو د پورونو د کړکيچ سره سره پر يورو باندي د باور ساتلو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/11T4L
د سنگاپور لومړی وزير مينتور لي کوان يو او د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل
د سنگاپور لومړی وزير مينتور لي کوان يو او د المان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکلانځور: AP

ميرکل د جنوب ختيځي آسيا د دغه ښار- دولت (هغه دولت چي يوازي يو ښار لري)، يوې اقتصادي/سياسي ټولني ته په ونيا کي وويل چي يورو يو ثبات لرونکې پيسه ده او د ډالرو په پرتله پياوړې ده.

« زه غواړم چي دلته يادونه ووايم: آلمان د يورو په اهميت پوهيږي، جرمني پر يورو باور لري او ډيري ګټي يې ځني ترلاسه کړي.»

ميرکل په سنګاپور کي چي آسيا ته د هغې د سفر ورستی تم ځای ؤ د دواړو دولتونو د نژدې تجارتي او اقتصادي همکارۍ پر اهميت باندي ټينګار وکړ.په سنګاپور کي 1200 آلماني شرکتونه په فعاليت بوخت دي.

هغې د آسيايي دولتونو له ټولني ASEAN څخه چي سنګاپور يې د مؤسسينو له جملې څخه دی، ستاينه وکړه. دې پر دغي ټولني ږغ وکړی چي په برما کي د بشري حقونو د خوندي ساتني له پاره د ملاتړ ږغ پورته کړي.

د آلمان صدراعظمي آسيا ته د خپل سفر په ترڅ کي د نړيوال وجهي صندوق د راتلونکي مشرۍ موضوع ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چي هغه اساساً ددې مخالفه نه ده چي د هغه صندوق راتلونکي مشر يو غير اروپايي وي، خو په اوسني وخت کي غوره ده چي بيا يو اروپايي دغه دنده په غاړه واخلي:

« سره له دې هم زه فکر کوم، دا چي دومنيک ستراوس کان ونه توانيدی په نړيوال وجهي صندوق کي خپل ماموريت پای ته ورسوي، ښايي ډير ښه دلايل موجود وي چي سړی مخکي له مخي داسي ونه وايي چي ګواکي يو اروپايي کانديد بايد وړاندي نه سي.»

شميت اودو/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل