1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميدويديف: په سيمه کي د نشه يي موادو د تهديد ستونزه د ټولو ده

۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبه

نن د روسيې د سوچي په تفريحي ښار کي د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيې د مشرانو او يو شمېر وزيرانو په کډون يو د ميدويدف په بلنه يوڅو ساعته غونډه رابلل سوې وه.

https://p.dw.com/p/OqD4
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديف
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويديفانځور: picture-alliance/ dpa

د روسيې جمهورريس ديميتر ميدويدف د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کي وويل چي حکومت يې د افغان حکومت سره د تروريز او نشه يي موادو پر ضد مبارزې ملاتړ کړی دی او کوي يې.

«روسيه بې له شرطه د افغانانو لپاره د سوله راوستو او د افغان حکومت سره د تروريزم او نشه يې موادو پر ضد مبارزه کي و هر ډول مرستي ته تياره ده».

د روسيې جمهورريس دغه راز وويل چي تر ټولو مهمه د نشه يي موادو د تهديد سره مبارزه ده.

« دا د ټولو ستونزه ده، موږ ټول په يوه سيمه کي ژوند کوو او دلته بايد زموږ فعاليت يو په بل پسې وي.»

افغان ولسمشر حامد کزي په خپل وار سره د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف څخه، د تروريزم او نشه يي موادوپر ضد د مبارزې د ملاتړ مننه وکړه او هغه ته يې افغانستان ته په رسمي سفر د ورتلو بلنه ورکړه.

په دغه غونډه کي د روسيې جمهورريس وويل چي افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيه کولای سي چي د شوروي اتحاد د وخت د اقتصادي پياوړتيا پروژې بيرته راژوندۍ کړي.

« موږ داسي پروژيې لرو چي زموږ په سيمه کي يې تاريخي پرمختګ درلودی. زه فکر کوم چي يو مفهوم سته چي هغو ته بيرته راوګرځو؛ تر څو اقتصادي مسايلو ته نور قوت ورکړو په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کي او هغه ستونزي چي ناحله پاته دي ورباندي خبري وکړو.»

داچي د « څلورګونو» تر منځ به په اقتصادي برخه کي څه ډول همکاري کيږي ديميتري ميدويدف وويل چي دا په سيمه کي په هغوټولنيزو موضوعګانو پوري اړه لري چي موجودي دي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي د ميدويديف د هغه نظر سره موافقه وښودل چي د نشه يې موادو ستونزه يوازي د افغانستان ستونزه نه ده.

هغه وويل: « د افغانستان د پاره دداسي هيوادونو ملاتړ، لکه روسيه ډير اړين دی. هيله منديم چي د امکان په صورت کي به افغانستان ته په سفر راسی».

د ولسمشر حامد کرزي په خبره دغه سفر به د دواړو هيوادونو تر منځ د هر ډول اقتصادي اړيکو د پراختيا په برخه کي مرسته وکړي.

کرزي دغه راز د روسيې د جمهورريس له دې بلني او مېلمپالني څخه چي د « سوچي» و ښکلي تفريحي ښارته يې ورکړې ډيره مننه وکړه.

د روسيې جمهورريس په خپل وار سره په ښه فضا کي د خبرو د ترسره کولو يادونه وکړه چي په خبره يې په دې ډول فضا کي سړی پر هرډول موضوعګانو باندي ږغېدلای سي.

په دې خبرو اترو کي د روسيې لخوا د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او مرستيال ولسمشر سيرګي پريخودکا.

په دې سفر کي د ولسمشر حامد کرزي سره د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول، د امنيتي چارو مشاور دادفر سپانتا او په روسيه کي د افغانستان موقتي شارژادفر حفيظ الله عبادي ملګري ول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم