1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

موږ ولې زکام کیږو؟

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

موږ ولې زکام کيږو او ولې دا ناروغي د ژمي په مياشتو کې ډيره وي؟ حقيت دا دی چې يوازې ساړه موږ نه ناجوړه کوي – زکام او رېزش نور ډېر عوامل هم لري.

https://p.dw.com/p/4HuBu
زکام او رېزش د ژمي ناروغۍ بلل کیږي.
زکام او رېزش د ژمي ناروغۍ بلل کیږي.انځور: Colourbox

د بدن ۳۶،۵ تر ۳۷ سانتي ګراد درجه د انسانانو له پاره ډېره مناسبه ده. ميتابوليزم او د انسان د بدن ټول اورګانونه د تودوخې په دې مرکزي درجې په پورې تړلي دي او زموږ بدن د دې د ساتلو له پاره هر کار کوي.

د انسان بدن د تودوخې د سمې درجې د اندازه کولو له پاره د ريسيپتورونو يا نيوونکو څخه استفاده کوي. دلته يو دوه درجې ټيټوالی، زياتوالی کوم ډېر تفاوت نه لري. خو کله چې د بدن د تودوخې درجه ډېره ټيټه شي نو هڅه کوي د ميتابولیزم په فعالولو سره انډول وساتي.

د بدن خپل ترموستات

د ميتابوليزم له لارې زموږ بدن اړين مغذي مواد ترلاسه کوي. د ميتابولیزم په نتيجه خوراک ميده کيږي او داسې شکل خپلوي چې حجرې وکولی شي مهم مواد ترې جذب کړي. پر دې سربيره ميتابولیزم زموږ بدن ګرموي هم. کله چې هوا يخه وي نو ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري. په يخه هوا کې زموږ د وينې رګونو تنګیږي څو ډېره تودوخه له لاسه ور نه کړي.

څېړنه: د کرونا واکسين کولی شي د زکام مخه ونيسي

په دې ترتيب دا چې د وینې جريان په سمه توګه ترسره شي، بدن مو ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري. لړزيدل هم د ساتنې يو ډول ميکانیزم دی. کله چې زموږ بدن په يخه هوا کې لړزيږي او يخ مو کیږي نو بدن مو ګرمي توليدوي او د يخېدو مخه یې نيسي.

په زکام کیدو کې ویروسونه نقش لري

موږ البته يوازې د يخې هوا له کبله نه ناجوړه کيږو، بلکې په اصل کې ويروسونه موږ ناروغه کوي.

د زکام اصلي دليل راينوويروسونه يا د انسانانو د زکام ويروسونه دي. دا په ټوله نړۍ کې موجود دي او د پورتنۍ تنفسي لاري د انتاني کيدو باعث کيږي. دا ويروسونه زیاتره د انسانانو د لاسونو له لارې خپريږي، خو کيدای شي سړی پرې د هوا له لاري هم ککړ شي.

د انفلوانزا برعکس د زکام کوم واکسين نه شته او انسان مجبور دی چې تحمل یې کړي.

معمولاً زکام په ژمي کې ډېر وي

خو پر دې هر څه سربیره زکامونه د کال د يخو مياشتو سره اړيکه لري. دا هم دلايل لري: په يخو شپو ورځو يعني په ژمي کې د ناروغۍ د عاميلو دنده ډېره آسانه وي، ځکه په ژمي کې هوا وچه وي چې دا ډول چاپيریال د زکام د ويروسونو له پاره ډېر مناسب دی.

کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟

په ژمي نه يوازې دباندې هوا وچه وي، بلکې په کوټو کې دننه هم رطوبت ډېر ټيټ وي او زموږ مخاطي غشاوې وچيږي.

مخاطي غشا د ویروسونو څخه د بدن د ساتلو کار کوي خو کله چې دا وچ شي نو ویروسونه کولی شي چې په ډېره آسانۍ بدن ته داخل شي.

د تهویې دستګاوې هم د رطوبت په کش کولو سره همدا کار کوي او زموږ مخاطي شغاوې وچوي. هغه هوا چې د تهویې له دستګاه څخه خارجيږي، د کش کړل شوې هوا په پرتله وچه وي.

پر دې سربیره په يخه هوا کې زموږ د بدن ډېرو برخو ته وينه په سمه توګه نه رسيږي. په دې کې زموږ پزه هم شامله ده. زموږ د بدن ايمني حجرې د کال په يخو شپو او ورځو کې دومره فعالې نه وي چې د ويروس پر ضد مبازره وکړي او مخه یې ونيسي. په ژمي کې د بدن ايمني سیسټم ډېر تر فشار لاندې وي.

ويروسونه د تودوخې ټيټه درجه خوښوي

کله چې د تودوخې درجه تر ۱۹ سانتي ګرادو ټيټيږي نو د زکام کیدو خطر لوړيږي. په تېره بيا د ډېر عمر کسان، هغه کسان چې د وينې ټيټ فشار لري او هغه چې ډېر حرکت نه کوي، د زکام کيدو خطر یې ډېر لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په ځانګړي توګه هغه کسان چې اسما يا ساه بندي لري، په يخه هوا کې یې د زکام کيدو او يا په نورو تنفسي ناروغيو د اخته کيدو امکانات ډېر وي.

عسل په زکام کي تر انتي بیوتیکو او نورو دواوو مؤثره دي

په تيره بيا په بندو کوټو او ځایونو کې په هوا کې د زکام عاملين ډېر وي. په آزاده فضا کې بيا سړی يوازې هغه وخت په ويرس ککړيدلای شي چې د ناروغ کس سره نزدې تماس ولري او د خبرو پر وخت ورته مخامخ وي او ويروس یې د هغه هوا له لارې چې تنفس کوي یې، بدن ته داخل شي.

د زکام مخنيوی

د يخو سيمو د انسانانو لکه اينويت یا اسکيمو بدن ژر نه يخيږي. د يخو سيمو اوسيدونکو ځانونه د خپل هېواد د تودوخې له درجو سره عیار کړي وي. جين میوټیشن يا چټک جنيتکی بدلون د دې مسئول دی.

خو زياتره انسانان متاسفانه د هوا سره د ځان د عیارولو دا ډول وړتيا نه لري. خو پر دې سربیره هم موږ د زکام په مقابل کې بيخي بې دفاع نه يوو. په دې وروستيو کې د کرونا وبا وښووله چې د پاکوالي مراعتول لکه په منظم ډول د لاسونو پريولل، ډېر مهم دي. د کوټو د تودوخې درجه هم ښايي د ویروسونو په خپريدو کې مهم رول ولري: له دې کبله مهمه ده چې وخت پر وخت کړکۍ او دروازې پرانيستل شي تازه هوا داخله شي، چې ښايي دا کار ډېره ګټه ولري.

ب. ص/ ن. ز (Gudrun Heise)

زموږ له آرشيف څخه:

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟