1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوریې کې میشت افغان کډوال مرستي ته اړتیا نه لري»

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۱۰, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سوریې میشت افغان کډوال اوس مهال د افغان حکومت مستقیمو مرستو ته اړتیا نه لري. دغه وزارت همداراز ویلي دي چې کابل له واشنګټن سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په برخه کې پرمختګ کړی دی.

https://p.dw.com/p/19Zif
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زیانځور: DW

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی، د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې افغان حکومت د سوریې وضعیت نزدې څاري او په دغه هیواد کې له میشتو افغانانو سره په اردن کې د خپل سفارت له لارې په اړیکه کې دی. موسی زي روښانه کړه چې په سوریې کې میشت افغانان لا تر اوسه پورې د افغان حکومت بیړنیو مرستو ته اړتیا نه لري.

اټکلي شمیرې ښيي چې اوس شاوخوا دوه زره افغانان د سوریې په پلازمینه دمشق کې اوسیږي. دغه افغان کډوال سوریې ته د کار کولو او پېسو ګټلو له پاره تللي دي. لا په دې اړه معلومات په لاس کې نه شته چې ایا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې کوم افغان هم وژل شوی دی او که نه خو پر سوریې باندې د امریکا د برید د امکان له رامنځ ته کیدو سره په دې هیواد کې د میشتو افغانانو په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

موسی زي د یکشنبې ورځې په کنفرانس کې روښانه کړه چې په سوریې کې ورته میشتو افغانانو د خپل امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: «په سوریې کې د افغانانو له استازو سره په متواتر تماس کې یو. موږ په تیرو دریو ورځو کې له هغوی سره اړیکې نیولې دي او هغوی زموږ سفارتي مستقیمو مرستو ته اړتیا نه لري. په سوریې کې میشتو افغان کډوالو ویلي دي چې د نورو سوریه میشتو خلکو په څير به له حالاتو سره ځان عیاروي او کومه لویه ستونزه نه لیدل کیږي.»

د امنیتي تړون په برخه کې پرمختګ شوی

موسی زي په دغه کنفرانس کې وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی خو هغه روښانه کړه چې د دغه سند په اړه وروستۍ پریکړه به د راتلونکې لویې جرګې ګډونوال وکړي: «له تخنیکي نظره د امریکا او افغانستان د دولتونو تر منځ د امنیتي تړون په برخه کې ډیر پرمختګ شوی خو تر اوسه پورې یو شمیر سیاسي مسایل شته چې د دواړو ملکونو موافقت ته اړتیا لري.»
افغانستان او امریکا اوس پر یوه امنیتي تړون باندې کار کوي چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان اډې ولري.

په دغه خبري کنفرانس کې همداراز د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکرو په اړه هم خبرې وشوې. موسی زي یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغانستان د ستونزې پر حلیدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو له یو شمیر قوماندانانو او مشرانو سره اړیکې لري تر څو دغه ډله د خبرو میز ته راولې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب