1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

مور بم برید؛ امریکایان اوس هم سیمې ته څوک نه پریږدي

۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبه

یوه امریکا پوځي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د اچین ولسوالۍ په هغه سیمه کې چې تر ټولو لوی غیر اتومي بم کارول شوی، اوس هم جګړه روانه ده او له همدې کبله سیمې ته لاسرسي محدوده شوې.

https://p.dw.com/p/2bZ3v
Afghanistan - USA Bombe MOAB
انځور: Reuters/U.S. Department of Defense

امریکا متحده ایالاتو د تیرې اوونۍ په پنجشنبې ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۱۳مه نېټه) ناوخته په اچین ولسوالۍ کې په خپله وينا د اسلامي دولت پر یوه مرکز باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم چې ورته د «ټولو بمونو مور» نوم ورکړل شوی دی، وکاروه.

له هغه وخت راهیسې داسې پوښتنې راولاړې شوې دي چې ایا په رښتیا هم د داسې لوی بم کارونې اړتیا وه او که نه. دې موضوع د نورو په ګډون د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، سخت غبرګون هم راوپارولی او پر افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو یې سختې نیوکې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند کپتان ویلیم سالوین، ویلي دي چې هغه امریکايي ځواکونه چې تر بمي برید یوه ورځ وروسته سیمې ته رسیدلي وو، اوس له هغه ځایه تللي خو په سیمه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د امريکايي پوځ ياد وياند د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «سیمې ته لاسرسي محدوده شوې ځکه هغه د جګړې زون [سیمه] ده ... موږ له دښمن سره په جګړه کې یو.»

سالوین زياته کړې چې امریکا متحده ایالات ډاډه ده چې د بم د کارونې له کبله ملکي کسانو ته تاوان نه دی رسیدلی. خو تر اوسه پورې په سیمه کې کومه غیر مستقله څیړنه نه ده ترسره شوې.

په عین حال کې یو شمیر افغان چارواکو د بم د موثریت په اړه د پوره معلوماتو له نه شتون څخه شکایت کړی دی. یوه لوړپوړي افغان پوځي چارواکي ویلي دي: «موږ پخوا او اوس هم په تیاره کې ساتل شوي یو او تر اوسه پورې نه یو توانیدلې چې [په بم ویشتل شوې] سیمې ته ولاړ شو.»

ياد افغان چارواکي زياته کړې ده: «موږ په خپله هم حیران یو چې د ټولو بمونو مور څه ترلاسه کړي دي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوې غونډه کې یو شمیر وزیرانو افغان ولسمشر ته شکایت کړی دی چې ویره لري د امریکا متحده ایالاتو له خوا د بم غورځونې پیښې په اړه د معلوماتو له نه ورکولو څخه د اسلامي دولت ډله په خپله ګټه استفاده وکړي. دغې ډلې د بم تر کاریدو وروسته هم په سیمه کې د خپلې راډیو نشراتو ته دوام ورکړی او په کې داسې ادعا کړې ده: «موږ د دې بم له کبله تلفات نه دي ځغملي. موږ د خدای له پاره جنګیږو چې له دې بمه ډیر پیاوړی دی.»

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ ویاند د افغان حکومت د هغو ادعاو په اړه څه و نه ویل چې په کې د بم له کبله د ۹۶ کسانو د وژل کیدو خبره شوې ده.

سالوین ویلي دي: «زموږ آرزونې روانې دي.»

د امریکا د پوځ دغه ویاند اشاره وکړه چې بم د اسلامي دولت ډیر تونلونه نړولي، ماینونه له منځه وړي او نزدې پراته ډیر جوړښتونو ته یې تاوان رسولی دی. هغه زیاته کړې چې امریکایي ځواکونه اوس هم په هغو تونلونو کې بمونه کاروي چې د دې بم له کبله نه دي نړیدلي.