1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: مسلمانان دې انديښنه نه کوي، دوی د هند اصلي بچيان دي

۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبه

د هندوستان صدراعظم نريندا مودي د تابعيت نوي قانون په اړه په نوي ډيلي کې يوې لوېې اجتماع ته په وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ. د دغه قانون پر ضد مرګوني پراخو اعتراضونو، د مودي حکومت له هر بل وخت څخه ډير تر فشار لاندې راوستی دی.

https://p.dw.com/p/3VEG8
Indien Parteivernastaltung Narendra Modi  Rede
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh

په هندوستان کې د تيرو لسو ورځو اعتراضونو په بهير کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې د مودي حکومت د تابعيت نوی قانون تصويب کړ کوم چې منتقدان يې هغه د مسلمانانو پر ضد يو قانون بولي. په هند کې د يکشنبې په ورځ هم پراخې مظاهرې ترسره شوې.

د فرانسې خبري آژانس له نوي ډيلي څخه ليکي، صدراعظم نريندا مودي په نوي ډيلي کې خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل چې مسلمانان په بشپړه توګه نه بايد انديښنه ولري... دوی اصلي هنديان دي.

مودي چې د زرونو خلکو اجتماع ته د تابعیت نوي قانون او د خپل ملي سرشميرنې پلان په اړه وینا کوله وويل: «مسلمانان چې د هندوستان خاورې بچيان او د هغوي نيکونه د هندوستان د مور بچيان دي، هيڅ اړتيا نه لري چې انديښنه وکړي.»

 مودي په هندوستان کې د ورستيو تاوتريخوالو په اړه خپل اصلي سياسي رقیب ګوند ګانګریس پر دې تورن کړ چې داسې «افواهات يې خپاره کړي چې مسلمانان به ټول د توقیف کمپونو ته واچول شي.» مودي په دې اړه وويل: «د توقيف هيڅ مرکزونه شتون نلري. د توقيف مرکزونو په اړه دا ټولې خبرې درواغ دي، درواغ دي، درواغ دي.»

په هند کې روانې پراخې مظاهرې تر ډيره سولیزې ترسره شوي خو په ځينو حالاتو کې د اعتراض کونکو له خوا موټرو ته اور اچول شوی او ډبرې يې وارولې دي. د بيګلې په توګه يوه اوونۍ مخکې د ډيلي د يوه پوهنتون مخ ته د قهرجنو اعتراض کونکو او پوليسو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته شو.

پرون شنبه د دسمبر ۲۱مه هم په لسونو زره اعتراض کونکي د هندوستان په حیدرآباد او نورو سیمو کې سړکونو ته راووتل. د يکشنبې په ورځ هم د ډيلي او کلکتې په ګډون د هندوستان په ښارونو کې په مظاهرې ترسره شوې.

د هندوستان د تابعيت نوی قانون د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش غيرمسلمان مهاجرو له پاره د هندوستان د تابعيت اخیستلو بهير اسانه کړی دی. په دغه قانون کې اما مسلمانان شامل نه دي.

  mks/aa/ja/stu/ind