مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
چین دغه هیواد ته د طالبانو د یوه هئیت سفر تائید کړی دی
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه هیواد ته د طالبانو د یوه هیئت سفر تائید کړی دی او دغه څه یې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د پرمخ بیولو د یوې برخې په توګه عنوان کړي دي. د چین د بهرنیو وزارت ویاند لو کنګ، ورځنۍ خبري غونډې ته وویل چې په قطر کې د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر او یو شمیر نورو طالب غړو په وروستیو کې چین ته سفر کړی دی.
څلور انساني قاچاق وړونکي په عمري بند محکوم شول
د هنګرې یوې محکمې څلور کاله ترمخه په یوه یخچال لرونکي موټر کې د ۷۱ مهاجرو د مړیني په قضیه کې د هغوی قاچاقچیان په عمري بند محکوم کړل. قاضي د دغه انساني قاچاق وړونکي بانډ مشر چې یو افغان دی او د هغه درې بلغاریایي ملتیا کوونکي مجرم وپیژندل. د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشتې کې دغه موټر چې له هنګري څخه راغلی وو په اتریش کې د یوې لویي لارې په اوږدو کې موندل شوی وو. په ۷۱ مړو شوو کسانو کې افغانان هم شامل وو.
د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په هکله ضد او نقیض څرګندونې
د امریکایي تلویزوني چینل فوکس نیوز، د یوه رپوټ له مخې د ایران دافع هوا توغندي یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده. دغه خبري رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکه د هورمز تنګي په فضا کې ویشتل شوې ده. تر دې دمخه د ایران سپاه انقلاب ویلي وو چې »ګلوبل هاک« ډوله یوه امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې د ایران په هورمزګان ولایت کې ویشتلې ده.
د چین ولسمشر شمالي کوریا ته په رسمي سفر تللی دی
۱۴ کاله وروسته د لومړي ځل له پاره د چین یو ولسمشر شمالي کوریا ته سفر کوي. د چین ولسمشر شي جین پینګ په دوه ورځني رسمي سفر پیونګ یانګ ته رسیدلی دی. دغه سفر په سیمه کې دا هیلې هم راټوکولي دي چې ښایي شي جین پینګ د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون دې ته قانع کړي چي له امریکا متحده ایالاتو سره د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سر خبرې اترې پیل کړي کومې چې اوسمهال ځنډیدلي دي.
سعودي عربستان د جمال خاشقجي په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ بې اساسه بللی
سعودي عربستان د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې د دغه هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي لاس لرلو په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړی. د ریاض له لوري ویل شوي دي چې په دغه رپوټ کې ښکاره تناقض او بې اساسه تورونه دي. تر دې دمخه د ملګرو ملتونو ځانګړې رپوټ ورکوونکي اګنس کالامار په ترکیه کې د عربستان په قونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژنې په قضیه کې د محمد بن سلمان پر وړاندې د څیړنو د ترسره کیدو خبره کړې وه.