مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
د مسکو په غونډه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ګډون
د روسیې حکومت د طالبانو استازي او افغان سیاستوال په مسکو یوې غونډې ته وربللي دي. د دغه غونډې اصلې انګیزه د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزي لمانځل دي. په دغه غونډه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمیر افغان سیاستوالو او همداشان د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت ګډون لري. په غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم موجود وو.
په افغانستان کې بیلا بیلې امنیتي پيښې
افغان چارواکي وایي بیلا بیلو سیمو کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پوستې په نخښه کړي دي. اسوشتید پريس خبري آژانس د غور د ولایتي ویاند عبدالحی خطیبي، له قوله لیکلي چې فیروز کوه ته څیرمه له یاغیانو سره په څو ساعته نښته کې ۱۸ پولیس او حکومتي ملیشې وژل شوي او نور اووه یې ټپیان دي. د لوګر ولایتي شورا غړی محمد ناصرغیرت وایي چې د دوشنبې په ورځ په برکي برک ولسوالۍ کې طالبانو پنځه عسکر وژلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه
د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د دوشنبي په شپه د پاکستان په ډیر شمیر ښارونو کې په زرونو کسانو د دغه هیواد د پوځ پر ضد احتجاج کړی. د رپوټ له مخې په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ام، پلویان د پوځ پر ضد شعارونه ورکوي او د دغه غورځنګ د یوه مشر علي وزیر د آزادیدو غوښتنه کوي.
آلمان له ازبکستان سره پراختیایي مرسته ډیره کړې ده
آلمان له ازبکستان سره خپلې پراختیایي همکارۍ پراخوي. د مرکزي آسیا دغه هیواد ته د آلمان د ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر د سفر په ترڅ کې د آلمان د پراختیایي چارو وزارت په راتلونکو دوو کلونو کې د شا او خوا ۱۲۴ میلیونه يورو مرستې ژمنه وکړه. په ۲۰۱۸م کال په پرتلیزه توګه دغه مرستې کابو ۲۷ میلیونه یورو وي. د آلمان حکومت غواړي چې په دې سره د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزایوف د اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړي.
د مصر پر امنیتي ځواکونو د جنګي جرمونو تور پورې شوی
د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د مصر پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی دی چې په سينا نيمه ټاپو کې یې د افراطي اسلامپالو پر ضد د جګړې په ترڅ کې جنګي جرمونه کړي دي. د دغه سازمان په وینا په خپلسري توګه د بندي کولو سربیره د ماشومانو ربړول، د محکمې له حکم پرته وژنې، ډله ایزې سزاګانې او جبري اخراجونه رامنځ ته شوي دي.
عراق په شمال کې د کردانو د خپلواکمنې سیمې نوی ولسمشر څوک دی؟
څه د پاسه یو کال وروسته د عراق په شمال کې کردي خپلواکمنې سیمې بیا ولسمشر لري. په سیمه ایز پارلمان کې نیجیرفان بارزاني، زیاتې رای واخیتسي دي. د اپوزیسیون کردستان دیموکراتیک نومې ګوند زیاترو غړو احتجاجاً په رای اچونه کې برخه وا نه اخیسته. نیجیرفان بارزاني د پخواني ولسمشر مسعود بارزاني وراره دی. هغه په ۲۰۱۷م کال کې د یوه ریفرنډم وروسته احتجاجاً له خپلې څوکۍ استعفا کړې وه.