مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
یونیسف پر ښوونځیو باندې د بریدونو په هکله شکایت کړی
یونیسف په کړکیچ ځپلو سیمو کې پر ښوونځیو او د روزنې پر تأسیساتو باندې د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو په هکله شکایت کړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې د بیلګې په توګه په افغانستان کې په ۲۰۱۸م کال کې له هغې څخه ترمخه کال په پرتله دغه ډول پيښې له ۶۸ څخه ۱۹۲ ته لوړې شوي دي.
په کابل کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي
د افغان چارواکو په وینا په کابل کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي. چاودنه د حج او اوقافو وزارت د مامورینو پر موټر شوې چې یو مقناطسي بم ورپورې نښلول شوی وو.اسوشیتد پرس خبري آژانس د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز له قوله ویلي دي چې په ټپیانو کې د یوه وضعیت کړکیچن دی
د یوې کورنۍ د اوو غړو وژل کیدل
یوه افغان چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې ناپیژندل شویو وسله والو کسانو په کابل کې یوه کور ته ترننوتلو وروسته، د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي. زياته شوې چې دا پیښه ښايي د غلا نه وي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. فرامرز د پیښې په اړه د څیړنو د پیلیدو خبر ورکړی دی.
د جاپان لومړي وزیر له امریکا سره اړیکي ستایلي دي
د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره تر ملاقات وروسته د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې له متحده ایالاتو سره د خپل هیواد پر ټینګ امنیتي ائتلاف ټینګار کړی دی. ترمپ بیا وویل چې په ایران کې د رژیم د بدلون له پاره کومه هڅه نه کوي. د متحده ایالاتو او ایران تر منځ کړکیچ کې جاپان د منځګړتوب له پاره چمتو دی. توکیو له تهران سره له ښو اړیکو برخمن دی.
د اروپا پارلمان ټاکنې او د ګوندونو له پاره د هغې عواقب
د اروپا پارلمان له پاره ټاکنو کې د ډیرو رایو له لاسه ورکولو وروسته د آلمان د ائتلافي حکومت ګوندونه مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکرات په برلین کې د هغي د عواقبو په هکله غږيږي. مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال د رایو د لاسه ورکولو وروسته هم په ګډه ستر قوت دی. خو سوسیال دیموکراتانو بیا دریم ځای خپل کړی دی. زرغون ګوند د لومړي ځل له پاره دوهم ځای خپل کړی دی.