مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
ماس د هند او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا د راکمیدو هڅه کوي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د ملاقات په ترڅ کې پر دې خبره ټینګار کړی دی چې پاکستان او هند دواړه د ترینګلتیا د راکمولو له پاره مسوولیت ته اوږه ورکړي. د دغو دواړو هیوادونو تر منځ په وروستیو کې ترینګلتیا زور اخیستی. ماس د افغانستان له پاره د سولې لارې موندلو په لټه کې دی. هغه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي دي.
امریکا له وینزویلا څخه خپل نور دیپلوماتان هم راباسي
امریکا متحده ایالات غواړي چې په روانه اوونۍ کې د خپل سفارت باقي پاتې پرسونل له وینزویلا څخه راوباسي. دغه خبر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ټویټر په خپل پیغام کې ورکړی دی. هغه د دې پریکړې علت د سویلي امریکا په دغه هیواد کې ترینګلې وضعه ښوولې دی . د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو د جنورۍ په میاشتې کې له متحده ایالاتو سره دیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې.
ځینو هیوادونو د بوینګ ۷۳۷ مکس اته الوتنې درولي
په ایتوپیا کې د بوینګ ۷۳۷ مکس اته ډوله مسافر وړونکي الوتکې تر راغورځیدو وروسته د آسترالیا په هوایي ډګرونو کې د دغې ډول الوتکو په پرواز او ناسته بندیز لګول شوی. د سنګاپور هوایي ډګر هم ورته بندیز وضع کړی دی. د هند د هوايي چلن ادارې ویلي دي چې سر له اوسه یوازې هغه پیلوټان د دغه ډول الوتکې د چلولو اجازه لري چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ ساعته د الوتنې تجربه ولري.
په بلجیم کې پر موزیم برید کوونکی په عمري بند محکوم شو
په بروکسل کې پر یهودي موزیم باندې د برید د محاکمې په ترڅ کې اصلي تورن کس په عمري بند محکوم شو. برید کوونکی فرانسوی مهدي نموشي لا تيره اوونۍ ګرم ګڼل شوی وو. محکمې دا په اثبات رسولي چې دغه ۳۳ کلن د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې په ۲۴مه نیټه د یهودانو په موزیم کې څلور انسانان په ډزو وژلي وو. بل تورن کس ناصر بندرر چې له ده سره په مرسته ګرم ګڼل شوی وو، په پنځلس کلن بند محکوم شوی دی.
په الجزایر کې احتجاجونه ادامه لري
د الجزایر د ولسمشر عبدالعزیر بوتفليقه له لوري بیا ځلې د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ تر تیریدو وروسته هم په دغه هیواد کې احتجاجونه دوام لري. دی له ډیر وخت راهیسې د الجزایر ولسمشر دی. د الجزایر په يو شمیر ښارونو کې په خلک سړکونو ته راوتلي وو او په عاجل ډول یي د سیاسي بدلونونو د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوله. په بجایه ښار کې کارګرانو اعتصاب کړی وو چې له کبله یي په دغه بندري ښار کې کارونه په ټپه دریدلي وو.