مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
زلمي خلیلزاد له ضمیر کابلوف سره په انقره کې لیدلي دي
د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي له خپل روسي سیال سره د ترکیې په پلازمېنه کې لیدلي دي، څو د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو له پاره د هڅو پرسر خبرې وکړي. د اسوشتید پرس خبري آژانس په وینا په انقره کې د روسیې سفارت د جمعې په ورځ د ټویټر په پیغام کې ویلي دي چې دوی د افغانستان له پاره د ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او زلمي خليلزاد ترمنځ د غونډي کوربه ول.
د آلمان په پارلمان کې د افغانستان د ماموریت د غځیدو په هکله بحثونه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په افغانستان کې د سولې په تړاو د مثبتو بدلونونو یادونه کړې ده. هغه په پارلمان کې په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموریت د غځیدو په هکله بحثونه کې وویل: «بالاخره د سولي پروسې پر لور خوځښتونه شته.» خو هغه په عین وخت کې د دې نظر په هکله خبرداری ورکړ چې «د سولې پروسې په پیلیدو سره به زموږ د پوځي بوختیا اړتیا نه وي.»
ایران په فارس خلیج کې سمندري پوځي مانورونه پیل کړي
په فارس خلیج کې ایران درې ورځني سمندري پوځي مانورونه پیل کړي دي. په دغو مانورونو کې سل کښتۍ ونډه لري چې د سه شنبې په ورځ د «فتح» په نوم معرفي شوی اوبتل هم پکښې شامل دی. دغه اوبتل په کروز توغندیو سمبال دی. د ایران د سمندري ځواکونو مشر حسین خانزادي، ویلي دي چې له اوبتلو څخه به د توغندیو پر توغولو سربیره د «سهند» په نوم له جنګي بیړۍ څخه د څرخي او بې پیلوټه الوتکو الوتنې هم و ازمایل شي.
رپوټ: له آلمان څخه مغرب هیوادونو ته د اخراج لړۍ ګړندۍ شوې
د یوه رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې له آلمان څخه مغرب هیوادونو ته د اخراجیدونکو کسانو شمېر زيات شوی دی. د «راینشه پوست» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت له قوله ليکلي دي چې په تیرکال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله په دغه شمیر کې ۳۵ سلنه ډیروالی راغلی دی. دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال په پرتله څلور برابره ډیر دی.
مرستندویه سازمانونو له یمن سره د عاجلو مرستو غږ کړی
د یمن په هکله د ملګرو ملتونو د بسپنو راټولو د دریم کنفرانس په درشل کې مرستندویه سازمانونو له دغه هیواد سره د ژر مرستو غږ کړی دی. د پاملرنې په نوم سازمان د جمعې په ورځ د آلمان په بن ښار کې ویلي دي چې په روان میلادي کال کې د بشري مرستو له پاره شا او خوا ۳،۵ میلیارده یورو ته اړتیا ده. د دغه سازمان په وینا پر دې سربیره عاجلو سیاسي اقداماتو ته اړتیا ده، څو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښیږدي.