مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
م.م.: په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله شا او خوا درې نیم میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۰ یي له وچکالۍ څخه اغیزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات د افغانستان په شمال لویدیځ کې وضعیت ستونزمن دی.
تریسا مې د بریکزټ پلان ته ژمنه ده
د بریتانیې صدراعظمه تیرسا مې په دې هڅه کې ده چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانې د وتلو شخړه ایز پلان په اړه د پارلمان ملاتړ حاصل کړي. هغې په لندن کې وویل چې د ولس هر استازی باید په دې هکله فکر وکړي، چې په ۲۰۱۶م کال کې د تر سره شوي ریفرنډم یا ټولپوښتنې پایله څرنګه پلي شي. د لومړۍ وزیرې په وینا هغه د شمالي آیرلنډ له (ډي یو پي) ګوند سره په دې هکله کار کوي.
د سره خمیر پخوانی مشر په عمري بند محکوم شو
په کمبودیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمنې یوې ځانګړې محکمې د لومړي ځل له پاره د سره خمیر رژیم استازي د ولس وژنې په تور محاکمه کړل. پخوانی ولسمشر خیو سمفان د ویتانامي لږکیو او د چام په نوم د یوې مسلمانې ډلې د نسل وژنې له پاره ګرم وګڼل شو او په عمري بند محکوم شو. پر دې سربیره د چریکانو د ډلې پخوانی مشر نون چیا، هم په عمری بند محکوم شو.
تر زرو زیات مهاجر د امریکا متحده ایالاتو سرحد ته رسیدلي دي
د مرکزي امریکا شا او خوا ۱۶۰۰ مهاجر له متحده ایالاتو سره د مکسیکو پولې ته رسیدلي دي. د مکسیکو د مهاجرو د نړیوال انستیتوت په وینا د مرکزي امریکا تر زرو زیات مهاجر غواړي، په متحده ایالاتو کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي. د دغو کسانو زیاتره یي د هندوراس هیواد دی او د ګواتیمالا او ال سلوادور له نورو شا او خوا لس زرو کسانو سره د یوې میاشتې راهیسې د حرکت په حال کې دي.
په کانګو کې د ملګرو ملتونو اووه سوله ساتي ځواکونه وژل شوي
د ملګرو ملتونو د یوه ویاند په وینا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د یوې ترهګرې ډلې غړو د ملګرو ملتونو اوه سوله ساتي ځواکونه وژلي دي. د هغه په خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ترهګرو دغه برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یي خواخوږي څرګنده کړې ده. سوله ساتو ځواکونو د کانګو د پوځ سره په ګډه په بیني سیمه کې د یوې تندلارې ډلې پر ضد پوځي عملیات پیل کړي وو.
په زمبابوې کې د سرویس د سوځیدو پیښې ۴۲ تنه وژلي
په زیمبابوې کې د پنجشنبې په شپه په یوه سرویس موټر کې د رامنځ ته شوي پيښې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د لومړیو معلوماتو له مخې د ګاز د یوې ډبې تر چاودیدو وروسته سرویس سوځیدلی هم دی. خو د ډبې د چاودنې علت روښانه نه دی. په انځورونو کې سوځیدلی سرویس تر سترګو کیږي. همدا تیره اوونۍ په دغه سویلي افریقایي هیواد کې د دوو سرویسونو د ټکر له کبله ۴۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.