مهم خبرونه په متن او انځور کې
په کندز کې د سړک د غاړې ماین شپږ ملکیان وژلي دي، آلمان له اتریش سره پر پوله کنترول وغځاوه، په اوګندا کې ځمکې ښویدنې ۳۰ تنه وژلي دي...
طالبانو د سره صلیب کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی
وسله والو طالبانو په افغانستان کې سره صلیب ته په کاري ساحه کي د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. دغه خبره د طالبانو ویاند کړې ده. دغه پریکړه په قطر کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې سره د طالب استازو تر دوې ورځنۍ غونډې وروسته شوې ده. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې وسله وال طالبان د روان کال د اګست میاشتي په نیمایي کې د سره صلیب د خوندیتوب له تظمین څخه پر شا شوي ول.
په کندز کې د سړک د غاړې ماین شپږ ملکیان وژلي دي
د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې هغه موټر چې د سرحدي پولیسو جسدونه یې انتقالول د سړک د غاړی د ماین ښکار شوی دی. د کندز ولایتي شورا څخه سید عبدالله سادات ویلي دي چې په پيښه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې وژل شوي کسان د هغه سرحدي پولیس خپلوان وو چې یوه شپه ترمخه په برید کې وژل شوی وو. په قلعه ذال ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو.
آلمان له اتریش سره پر پوله کنترول وغځاوه
آلمان له اتریش سره پر پوله د نورو شپږو میاشتو له پاره کنترول غځولی دی. د المان د کورنیو چارو وزارت د وینا پاڼې له مخې د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ویلي دي چې د داخلي پولو د کنترول د لیرې کولو له پاره اوس شرایط نه دي پوره شوي. دغه پریکړه په دې سره مدلل شوې ده چې اوس هم ډیر مهاجر د اروپایي اتحادیې له یوه هیواده بل ته ځي او د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو ساتنه نامناسبه ده.
په مصر کې یوې پوځي محکمې ۱۷ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل
په مصر کې یوې پوځي محکمې ۱۷ کسان په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو کې پر کلیساوو باندي په بریدونو کې د ښکیلتیا په تور د اعدام په سزا محکوم کړل. د دغه هیواد دولتي خبري آژانس مېنا، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې نور ۱۹ کسان په عمري بند محکوم شوي دي. په قاهر، السکندریه او تانتا کې پر کلیساوو او همداشان د پولیسو پر یوه پوستې باندې د بریدونو په پایلو کې تر ۸۰ زیات کسان وژل شوی وو.
په اوګندا کې ځمکې ښویدنې ۳۰ تنه وژلي دي
د اوګندا په ختیځ کې تر سختو ورښتونو وروسته د ځمکې ښویدنې په پيښه کې ۳۱ کسان وژل شوي دي. دغه خبر د نوموړي هیواد یوه استازي ورکړی دی. د هغه په خبره مرستندويه ډلې د بودودا، سیمي ته رسیدلي دي. په دغه سیمه کې د ځمکې ښویدني د پيښو لوی خطر شته. په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲م کلونو کې په ورته پيښو کې لږ تر لږه سل تنه مړه شوي. هغه مهال درې کلي له منځه ولاړل.