مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نوبل بدیل جایزه د بشري حقونو، چاپیریال ساتنې او سولې مبارزینو ته ورکول کیږي، پاناما غواړي له «اکواریوس ۲» ژغورونکي بیړۍ څخه جواز واخلي، پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو...
د نوبل بدیل جایزه د بشري حقونو، چاپیریال ساتنې او سولې مبارزینو ته ورکول کیږي
د نوبل بدیله جایزه د بشري حقونو، چاپیریال ساتنې او سولې له پاره مبارزه کوونکو ته ورکول کیږي. دغه جایزه سږ کال د سعودي عربستان د بشري حقونو درې مدافع وکیلانو، د فساد ضد د کولمبیا دوو او ګواتامالا یوه مبارز او همداشان د استرالیا یوه زراعت پوه او د بورکینا فاسو یوه بزګر ګټلې ده. دغه جایزه له ۱۹۸۰م کال راهیسې هر کال د دسمبر په میاشتې کې ورکول کیږي.
پاناما غواړي له «اکواریوس ۲» ژغورونکي بیړۍ څخه جواز واخلي
په مدیترانې سمندرګي کې مرستندویه سازمانونو د «اکواریوس ۲» په نوم له ژغورونکي بیړۍ څخه د پاناما له لوري د جواز اخیستو په هکله نهیلي ښوولې ده. بې سرحده ډاکټرانو ویلي دي چې دغه اعلان به په اوبو کې د سلګونو انسانانو په مرګ د محکومولو په معنی وي. د پاناما بیړۍ چلونې چارواکو ویلي دي چې داسې رپوټونه شته چې نوموړې بیړۍ د کډوالو اړونده نړیواله حقوقي کړنلاره له پامه غورځولې ده.
پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
په پاکستان کې تر ۲۵۰ زرو زیات صحي کارکوونکي د ټول هیواد په کچه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکوي. د چارواکو په وینا دغه کمپاین به یوه اوونۍ دوام وکړي. یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي صفدر رانا، ویلي دي چې د کمپاین په ترڅ کې به هغو ۳۸،۶ میلیونه ماشومانو ته د واکسین قطرې ورکړي شي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي. افغان مهاجر ماشومان هم په دغه ډله کې شامل دي
په هانګ کانګ پر یوه سیاسي ګوند بندیز ولګید
د چین تر اداري واکمنې لاندې د هانګ کانګ د بیا راتلو ۲۱ کاله وروسته د لومړي ځل له پاره حکومت پر یوه سیاسي ګوند بندیز لګولی دی. د هغې علت د هانګ کانګ د خپلواکۍ غوښتل دي. د هانګ کانګ ملي ګوند، چې د غړيو شمير یې ډير نه دی، په سملاسي توګه نور خپل فعالیتونه نه شي تر سره کولی. د دغه ګوند مشر اندی چان، د ۲۰۱۴م کال د مشهورو مظاهره کوونکو څخه دی.
یو سوریایي د جنګي جرمونو په تور په عمري بند محکوم شوی
یو ۴۳ کلن سوریای د آلمان په دوسلدورف کې د جنګي جرمونو په تور په عمري بند محکوم شوی دی. مشر قاضي ویلي دي چې دغه کس د شکنجې او وژنې او همدا شان د تښتونې په بڼه د جنګي جرمونو له پاره مسول دی. محکوم شوي کس د سوريي په حلب کې د سوریي د آزادي بخښونکي پوځ په چوکاټ کې فعالیت کاوه. خو بیا وروسته هغه په آلمان کې د مهاجر په توګه پناهندګي ورکړه. د مهاجرو د ثبت په لومړني مرکز کې یوه قرباني شوي کس هغه وپیژانده.