مهم خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان کې په دوو جلا پيښو کې ۱۷ تنه وژل شوي، اروپایي اتحادیه، ترکیه او چین غواړي له ایران سره سوداګرۍ ته ادامه ورکړي، آلمان له هسپانیې سره د مهاجرو د بیرته ستنولو پر سر توافق ته رسیدلی
افغانستان کې په دوو جلا پيښو کې ۱۷ تنه وژل شوي
د افغان چارواکو په وینا د دغه هیواد په سویل او شمال کې په دوو جلا پیښو کې د پولیسو او ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي دي چې د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د دوشنبې په شپه پر پوسته باندې د طالبانو په برید کې نهه محلي پولیس وژل شوي دي. په بلخ ولایت کې د ماشومانو په شمول اته ملکیان هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې د ماین ښکار شو.
اروپایي اتحادیه، ترکیه او چین غواړي له ایران سره سوداګرۍ ته ادامه ورکړي
د اروپایي اتحادیې په څیر ترکیه او چین هم نه غواړي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري د ایران پر وړاندې د لګول شوو بندیزونو سره یو ځای شي. د ترکیې د انرژۍ وزیر فاتح دومینڅ اعلان کړی دی چې هیواد به یي د متحده ایالاتو له لوري د بندیزونو د نافذولو وروسته هم له ایران څخه د ګاز وارداتو ته ژمن پاتې شي. همداشان د چین د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د سودګراۍ څخه دفاع کړې ده.
آلمان له هسپانیې سره د مهاجرو د بیرته ستنولو پر سر توافق ته رسیدلی
د آلمان حکومت له هسپانیې سره د مهاجرو د بیرته ستنولو د پلان پر سر توافق ته رسیدلی دی. د آلمان په پلازمینه برلین کې د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې هغه مهاجر چې په هسپانیه کې راجستر شوي وي، د آلمان پر پوله تر نیول کیدو وروسته بیرته په ۴۸ ساعتونو کې استول کیدی شي. د دغې ویاندې په خبره هسپانیې د دې په بدل کې کومه غوښتنه نه ده کړې.
د کولمبیا نوي ولسمشر لوړه وکړه
په کولمبیا کې ایوان دوکه، چې ښي اړخی سیاستوال بلل کیږي د دغه هیواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي ۴۲ کلن د جون د میاشتې په ټاکنو کې د سوسیالستانو کاندید ګوستاوو پیترو ته ماتې ورکړې وه. د نوي ولسمشر په راتلو سره د سولې تړون چې پخواني ولسمشر خوان مانویل سنتوس له فارک د ياغي ډلې سره کړی وو له پوښتنې سره مخامخ دی. فارک کابو پنځوس کاله د حکومت پر وړاندې په بوګوتا کې جګړه وکړه.
امریکا د ګورجستان له جلا شوو سیمو د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې
له ګورجستان سره د روسیې د جګړې لس کاله وروسته امریکا متحده ایالاتو له مسکوه غوښتي دي چې خپل ځواکونه له سویلي اوستیا ایالت او آبخاز څخه وباسي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه دواړه سیمې د ګورجستان برخې دي. د ۲۰۰۸م کال د اګست میاشتې په اتمه نیټه د ګورجستان ځواکونو په سویلي اوستیا باندې حمله وکړه خو په څو ورځو کې یې ماتې وخوړه.