مهم خبرونه له انځور سره
طالبانو د بهرنیانو په شتون کې سوله رد کړې ده
طالبانو ویلي چې په افغانستان کې به تر هغه پورې سوله رانشي څو چې په دې هیواد کې «اشغال» ادامه ولري او پر خپل هغه موقف یې ټینګار کړی چې وايي د افغانستان جګړه له امریکا سره د خبرو له لارې پای ته رسیدلی شي. د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یوې خپرې شوې اعلامیې له لارې ویلي چې دغه ډله به خپل «اسلامي هدف» ته چې د ده په وینا د جګړې پای او د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته، ژمن پاتې شي.
عمران خان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه
ټاکل شوې چې دغه ۶۵ کلن سیاستوال، عمران خان، به له نورو کوچنیو ګوندونو سره په ګډه د راتلونکو کلونو له پاره د پاکستان حکومتي چارې په لاس کې ولري. عمران خان چې د تحریک انصاف پاکستان د ګوند مشر هم دی، د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې یې پاکستانیانو ته په دې هیواد کې له مالي فساد سره د مبارزې، د لا ډیرو کارځایونو د رامنځ ته کولو او د تعلیم او تربیې په برخه کې د پرمتختګونو ژمنې کړې وې.
د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ
د سولې د نوبل جایزې دغه ګټونکی د ۱۹۳۸م کال د اپریل په ۸ نیټه د افریقایي هیواد ګانا په کومازي ښار کې زیږدلی وو. نوموړی د ملګرو ملتونو سازمان ۷ عمومي منشي وو. کوفي عنان په دغه سازمان کې د پرسونل مشر، د بودیجې مشر، د مهاجرو د عالي کمیسارۍ د ادارې ځای ناستی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د مشر په توګه دندې ترسره کړي دي.
په مدیترانه کې د ژغورونکو کښتیو په هکله میرکل او ماکرون خبرې کړي
انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د مدیترانې په سمندر کې د مهاجرینو د کښتیو د ژغورنې په برخه کې د اروپايی ټولنې په کچه د یوې همغږې شوې حل لارې د موندلو په هڅه کې دي.په دې برخه کې په اروپايي بندرونو کې په کښتیو کې د ژغورل شوو پناه غوښتونکو د منلو او د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه، د موضوع اصلي ټکي دي.
د غزې په تازه ناکراریو کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
د فلسطیني سرچینو په حواله، د غزې تراړې په اوږدو کې له اسرائیلي پوځ سره د زور زیاتي په پیښه کې دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. په غزه کې د عامې روغتیا وزارت رپوټ ورکړی چې په دې پیښه کې له ۲۰۰ ډیر کسان بیا ټپیان شوي دي. د اسرائیل پوځ ویلي چې د جمعې په ورځ د دوی په پوله زرګونه فلسطینیانو د اسرائیلو پر لوري اور غورځونکي بمونه او چاودیدونکي توکي غورځولي دي.
سوریې ته د سلګونو میلیونو یورو د ورکړې ژمنې شوي
په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له کنترول څخه آزادې کړل شوې سیمې به د شاوخوا ۳۰۰ میلیونو یورو په ارزښت مالي مرستې تر لاسه کړي. ټاکل شوې دغه مقدار پیسې به د آلمان په ګډون د نړیوالې ټولنې یو شمیر حکومتونه دغه هیواد ته ورکړي. تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی وو چې د سوریې د ثبات په موخه یې د ملکي پروژو له بودیجې څخه ۲۳۰ میلیونه ډالر بیرته حذف کړي دي.
ایټالیا د جینوا پله د نړیدو د قربانیانو مراسم ترسره کړل
د ګڼ شمیر حکومتي چارواکو او نږدې ۳۰۰۰ کسانو سربیره د ایټالیا ولسمشر سرجیو ماترلا هم په دې مراسمو کې برخه واخیسته. په دې مراسمو کې یوازې د ۱۸ قرباني کسانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو. د یوه رپوټ په حواله د ګڼ شمیر نورو قربانیانو د کورنۍ غړو پر حکومت باندې د غوسې له کبله په دې مراسمو کې ګډون ونکړ ځکه دوی د دې پیښې مسوولیت حکومت ته راجع کړی دی.