مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د پاکستان تر پارلماني انتخاباتو وروسته د جعل کاریو تورونه
د نواز شریف پاکستان مسلم لیگ «ن» حزب نه غواړي د پاکستان د پارلماني انتخاباتو نتایج ومني. ترغیر رسمي لمړيو نتایجو وروسته مسلم لیگ نواز شریف د کرکیټ د پخواني ستوري عمران خان تر حزب پاکستان تحریک انصاف- PTI څخه شاته دی. که څه هم د رایو شمارل لا ادامه لري، خو د مسلم لیگ وتلي کاندید شهباز شریف په انتخاباتو کي د سختو جعل کاریو خبره کړې ده. محلي رسنیو بیا د عمران خان د بریالیتوب اعلان کړی دی.
د اوزيل قضیه:گریندل د تبعیضي چلند تورونه رد کړل
د جرمني د فوټبال د اتحادیې رئیس، راینهارد گریندل ورباندي د تبعیضي چلند تورونه په قاطعیت سره رد کړل. خو د ملي ټيم د فوټبالر مِسوت اوزيل سره یې په رفتار کي غلطۍ منلي دي، چي اوس یې له ملي ټیم څخه استعفأ کړې ده. ده ویلي دي، چي د فوټبال د اتحادیې د رییس په توگه په صراحت سره دونه وایم، چي د راسیزم هر ډول او نوع د زغملو وړ نه ده او هغه ته به اجازه ورنه کول سي. نه د ژيروم بوآتینگ او نه اوزيل په هکله.
ماس د واشنگټن سره د موافقې هرکلئ کړی دی
د جرمني خارجه وزير هایکو ماس په تجارتي شخړه کي د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوررييس دونالد ترمپ او اروپايي ټولني د کمیسار، جان کلود یونکر ترمنځ د موافقې هرکلی کړی دی. د ده په خبره دا ښه ده چي نه یوازي د موټرو د گمرکي محصول خبره په مذاکراتو کي شامله ده، بلکي موږ په گډه سره د غیر عادلانه تجارتي معاملو پرضد او بين المللي وجهي صندوق پر اصلاحاتو باندي کار سره کوو.
د ایتوپیا د اوبو د لوی بند منیجر وژل سوی دی
په ایتوپیا کي د اوبو د یوه لوی لانجمن بند د جوړولو منیجر په خپل موټر کي مړ پیدا سوی دی. لکه څرنگه چي دولتي ټلویزوني چینل –ایتوپیا TVخبر ورکړی دی، ددغه انجنیر موټر د ادیس ابابا د میسکل- Meskel په میدان کي پارک سوی ؤ. خو دا چي هغه څنگه مړ سوی دی، تر اوسه پوري معلومه نه ده. د افریقا د راتلونکي لوی بند پر جوړولو باندي له کلونو راهیسي د ایتوپیا او مصر ترمنځ سخت تشنج موجود دی.
جنوبي سوډان: حکومت او یاغیانو د قدرت پرتقسیم باندي موافقه وکړه
تر پنځو کلونو اضافه داخلي جنگ وروسته داسي معلومیږي چي په جنوبي سوډان کي حکومت او یاغیان یو له بل سره نژدې کیږي. لکه څنگه چي د جنوبي سوډان دولتي راډیو رپوټ ورکړی دی، جمهوررييس سلوا کيړ او ډیرو یاغي ډلو د قدرت د تقسیم مؤقتي موافقه امضأ کړې ده. BBC خبر ورکړی دی، چي د جمهوررييس پخوانئ معاون او د یاغیانو د مهم مشر، ریک مشار د سوډان په پایتخت خرطوم کي د دغي موافقې د امضأ کولو پروخت را څرگند سوئ ؤ.
وینزویلا نوي بانکنوټونه چاپوي
سخت انفلاسیون ته په کتو سره د وینزویلا حکومت غواړي د هیواد د جاري پیسو څخه پنځه صفره راکم او نوي بانکنوټونه چاپ کړي. جمهوررييس نیکولاس مادورو د « اقتصادي سمښت» د یوه پروگرام د شروع کیدو اعلان کړی دی،کوم چي د اگست میاشتي پر ۲۰ به پيل سي. داسي، چي د ۱۰۰۰۰۰ بولیوار بانکنوټ څخه به یو بولیوار بانکنوټ جوړ سي.