1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيتاريست مهاجر د خپل هنر له لارې پرمختګونه کړي

۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبه

سوريايي مهاجر باسل خليل څو کاله مخکې اروپا ته مهاجر شو چې اوس په بلجيم کې ژوند کوي. هغه د ګيتار غږولو کافي تجربه لري او دغه هنر يې ورسره د مهاجرت په سختو ورځو کې ډيره مرسته کړې ده، آن تر دې چې نن له خپل ژونده راضي دی.

https://p.dw.com/p/2tf9y
Deutschland Weihnachtsfeier mit Flüchtlingen in Bonn
انځور: DW/A. Juma

خليل په لمړي ځل په ۲۰۱۲م کال کې له سوريې څخه بهر ته د پناه اخيستنې په مقصد مهاجر شو. مخکې تر دې چې اروپا ته ورسيږي، څه موده يې په ترکيې کې او بيا په مصر کې پاتې شو.

مختلفو هيوادونو ته د مهاجرتونو پر وخت هغه له ځانه سره خپل ګيتار هم لرود. هغه به کله خپل ګيتار په ترکيه کې د واټونو په غاړه او کله به يې هم په سربيا کې د مهاجرو په کمپونو کې د خلکو د خوشالولو په موخه هغو ته غږاوه.

خليل د ګيتار زده کړه د استادۍ تر کچې په خپل هيواد سوريه کې کړې وه. د ګيتار دغه استاد بلاخره ځان بلجيم ته ورساوه او دغه هيواد کې ورته سياسي پناه ورکړل شوه.

په لمړيو کې د خليل له پاره په بلجيم کې د ژبې سره نه بلديا او د نورو ادارو چارو مخته وړل ډير ګران وو، خو تر ډيره يې هنر د يوه زړه سواندې ملګري په حيث ورسره مرسته کوله تر څو د مهاجرت په دغې سخته دوره کې له روحي فشارونو لري او خوښ واوسي.

د بلجيم د مهاجرو په کمپ کې وروسته له هغې چې د کمپ يوه حکومتي چارواکي ژان ډيوډز د خليل د ګيتار غږول واوريدل، هغه او ميرمن يې هوډ وکړ چې دغه سوريايي مهاجر ته په خپل کور کې ځای ورکړي. ډيويډز خليل ته په خپل کور کې د يو کال اوسيدلو بلنه ورکړه تر څو يې په دغې موده کې وشي کړای په خپلو پښو ودريږي.

کار، تعليم او مرسته
دغه مهاجر ګيتاريست اوس هم له همدې بلجيمۍ کورنۍ سره د بلجيم په لمبرګ ايالت کې له میشت دی. هغه د سيلانيانو اړوند په يو ډير ښکلي او شانداره دفتر کې کار هم کوي.

د خليل ميرمن په نژدې ښار هاسيلټ کې د سوداګرۍ په برخه کې لوړې زدکړې کوي او ماشومان يې ښوونځي ته ځي. هغه د خپل ژوند په اړه وايي: «ګوازه مو په ښه توګه کيږي اوس موږ په ټولنه کې منل کيږو.»

خليل د کار ترڅنګ، د ايرش فوک موسيقۍ د يوې ډلې يا بينډ غړيتوب هم لري. د دغې ډلې غړي خپل د موسيقۍ تمرينات په منظمه توګه د جان ډيوډز د کور په زيرزميني کې مخته وړي. د دغې ډلې يو غړی رچارد ګلوکيمن د خليل په اړه وايي: «هغه يو تر ټولو ښه هنرمند دی. موږ چې هر وقت کومه سندره پيلوو دی يې په ټولو سرونو او تال باندې پوهيږي.»

خليل د دغو بوختياو علاوه، تر ډیره د خپل هيواد سوريه عربي سندرې وايي. هغه همدا ډول د «مهاجر د مهاجرو له پاره» په نوم کمپاين کې هم کله کله په رضاکارانه توګه کار او خدمات وړاندې کوي.

په اروپا کې د مهاجرت په برخه کې يوه مهمه مسئله په ټولنه کې د مهاجرو ادغام دی چې په دې کې موسيقي، ورزش او نورو ټولنيزو فعاليتونو کې ونډه اخيستل موثر واقع شوی دی. 

او دا هم د مهاجرت موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: