1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت یوه مهمه موضوع

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

د ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر تر خبرو اترو دمخه مسیحي دیموکرات (سي دي یو) او مسیحي سوسیال (سي اس یو) غواړي چې د مهاجرو د سیاست په هکله وغږیږي. د مسیحي سوسیال مشر هورست زیهوفر، د مذاکراتو له پاره برلین ته تللی.

https://p.dw.com/p/2lSeO
Deutschland Horst Seehofer und Angela Merkel in Potsdam
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د آلمان تر عمومي ټاکنو دوې اوونۍ وروسته صدراعظمه انګلا میرکل، هڅه کوي چې د خپل ګوند د غړو مثبت نظر را جلب کړي. میرکل په دې توګه د ستونزمن حکومت د تشکيل په برخه کې لومړی ګام پورته کوي. مهاجر او د هغوی د نهایې حد شمیر ټاکل به د دغو خبرو اترو مرکزي موضوع وي.

د بایرن مسیحي سوسیال ګوند له مشر هورست زیهوفر، سره د میرکل لیدنه به د یوه ائتلافي حکومت د تشکيل له پاره د مقدماتي خبرو پيل وي چې څلور ګوندونه به په کې ګډون ولري.

تمه کیږي چې دغه خبري اترې به څو اوونۍ دوام پیدا کړي. د دغو ګوندونو مشران به د وزارتونو پر پوستونو چنه ووهي او هڅه به وکړي چې د اروپایې اتحادیې او اقليم د سیاست په برخه کې خپل دریځ پر نورو ومني.

انګلا میرکل په تیرو دوو کلونو کې تر یو میلیون ډیرو مهاجرو ته اجازه ورکړه چې آلمان ته داخل شي. اوس د مهاجرو موضوع د ائتلافي حکومت د تشکيل په خبرو اترو کې پر یوې پيچلې مسلې اوښتې ده.

د میرکل پریکړه او هغه ویره چې د خلکو تر منځ رامنځته شوه، د اې اف دي یا آلمان له پاره بدیل نومي ښي اړخي عوامپاله ګوند پر بریالیتوب تمامه شوه.

د بایرن سوسیال مسیحي ګوند مشر هورست زیهوفر، چې د میرکل د خلاصو دروازو د سیاست یو له ډیرو سختو منتقدینو څخه دی، د مهاجرو د شمیر له پاره تر ۲۰۰ زرو پورې د حد اکثر شمیر ټاکلو په هکله خپله غوښتنه یو وار بیا تکراره کړې.   

میرکل په پرله پسې ډول ویلي دي چې دغه غوښتنه د اساسي قانون خلاف ده او هغه یې رده کړی ده. خو داسې نه ښکاري چې زیهوفر به خپل نظر بدل کړي. د هغه ګوند په عمومي پارلماني ټاکنو کې سخته ضربه ولیدله او خپلې ډیرې رایې یې د «آلمان له پاره بدیل ګوند» ته وبایللې. نوموړی ګوند د آلمان په پارلماني ټاکنو د (اسلامي کیدو مخه ونیسي) په شعار سره بریالیتوب ته ورسید او پارلمان ته یې لار ومونده.

د بایرن سوسیال مسیحي ګوند مشر ژمنه وکړه چې د مهاجرو او نظم ټینګولو د سختګیرانه قانون له دریځ سره به «د آلمان له پاره بدیل ګوند» د لا زیات بریالیتوب مخه ونیسي. زیهوفر د راتلونکي کال ایالتي انتخاباتو له پاره خپل د هغو منتقدینو پر وړاندې مبارزه کوي چې د دې د لیري کیدو کوښښ کوي.

دا چې په دغو خبرو اترو کې له ګډون کوونکو ګوندونو څخه هیڅ یو یې د پام وړ اکثریت نه دی ترلاسه کړی، د یوه ائتلاف د جوړولو له پاره د میرکل کار لا زیات سخت شوی دی.

که میرکل وغواړي چې د نویو ټاکنو ترسره کولو او په دې توګه د آلمان له پاره بديل ګوند د احتمالي پیاوړی کیدو مخه ونیول شي، باید له دوو ګوندونو د آزاد دیموکراتانو اف دي پي او زرغون ګوند سره یو ائتلاف رامنځته کړي. دا ډول یو ائتلاف د دغو دریو ګوندونو د بیرغونو رنګونو له امله د «جمائیکا ائتلاف» په نوم یادیږي.

تور رنګ د آلمان د مسیحي دیموکرات او د هغې د اتحادي سوسیال مسیحي ګوند نښه ده. زیړ رنګ د آزاد دیموکراتانو او زرغون رنګ د ګرون یا زرغون ګوند پورې اړه لري. د دغو دریو رنګونو ترکیب د جمائیکا هیواد بیرغ سړي ته ور په یادوي. د داسې یو ائتلاف رامنځته کیدل د دغه هیواد په کچه بی ساری بلل کیږي.

د دغو خبرو اترو ټول ګډون کونکي باید له خپل اصلي دریځ څخه یو څه تیر شي. خو که چیرې دغه څلور واړه ګوندونه ډير یو بل ته نږدې شي نو ممکن د خپلو غړو له خوا تر فشار لاندې راشي او تور پرې ولګول شي چې قدرت ته د رسیدلو له پاره یې ځانونه خرڅ کړي دي.

د آزاد دیموکراتانو او د آلمان سوسیال دیموکرات ګوندونه د انګلا میرکل د حکومت تر سیوري لاندې ډیرې سختې ماتې سره مخامخ شوي دي. دواړو ګوندونو د بیلابیلو مسایلو په اړه مختلف دریځونه لري. د بیلګې په توګه د آزاد دیموکراتانو مشر لیندنر، د مهاجرت په اړه د زیهوفر د نظر ستاینه کوي چې له مخې یې باید آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر را ټیټ شي.

خو زرغون ګوند بیا آلمان ته د مهاجرو د راتګ له پاره د حد او اندازې ټاکل ردوي او جګړه ځپلي هیواد افغانستان ته د رد شویو مهاجرو بیرته ستنول نا سم کار بولي. همدارنګه زرغون ګوند له سوریایې مهاجرو سره د دوی د کورنۍ د الحاق په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

حتی که په ائتلافي خبرو اترو کې ګډون کونکي ګوندونه د هغو موضوعاتو په برخه کې چې ورسره اختلاف لري موافقې ته هم ورسیږي، زرغون ګوند نوري اساسي غوښتنې هم لري چې د آزاد دیموکراتانو او اتحادي ګوندونو له مخالفت سره به مخامخ شي.

دوی وایې چې د نقلیه وسايلو له پاره د ډبرو سکرو او فوسیل څخه کار اخیستنه باید تر یوې ټاکلې نیټې پورې پای ته ورسول شي. تمه کیږي چې دغه خبرې اترې په نیدرزاکسن ایالت کې د اکتوبر په ۱۵ مه تر ټاکنو وروسته پيل شي. خو د بایرن سوسیال مسیحي ګوند د سیاستوال الکساندر دوبرینت، په خبره لومړی باید مسیحي دیموکرات او  مسیحي سوسیال ګوندونه په اثبات ورسوي چې دوی یو بل سره متحد دي. د شنبې په ورځ آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل له زرغون او ليبرال ګوندونو سره د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په هکله لومړۍ رسمي څرګندونې وکړې.