1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر په کمپونو کي د «غیر انساني» شرايطو تور لگوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

د آلمان په بايرن ايالت کې د مهاجرو د يوه کمپ اوسيدونکو او مرستندويانو په کمپ کې د ناوړه شرايطو تورونه لگولي دي. خو د دغه ايالت چارواکي دا خبره ردوي او وايي چې شرايط مناسب دي.

https://p.dw.com/p/3IcBY
DW Beitrag Fürstenfeldbruck
انځور: DW

د آلمان مونشن ښار ته څېرمه د فورستنفيلدبروک د مهاجرو د دوسيو ارزولو په يوه مرکز کې اوسيدونکو د نوم نه ښوولو په شرط په دې مرکز کې د غير انساني شرايطو خبره وکړه. دوی وويل چې په داسې حال کې چې له څو مياشتو راهيسې د دوسيو د بررسۍ په تمه دي، مناسبو روغتيايي خدماتو ته لاس نه لري. دا کډوال وايي چې د دوسیې تر بررسي کيدو دوی د کار اجازه هم نه لري.

دا مرکزونه چې « Anker-Zentrums» ورته ويل کيږي، مهاجر پکښې تر هغه وخته پوري اوسيږي، تر څو یې دوسیې و ارزول شي او هغه چې بايد اخراج شي له همدې ځايه اخراجيږي.

هغو مهاجرو چې د فورستنفيلدبروک تر مرکز دباندې یې له دويچه ويلې سره خبرې کولې، د تنگو او کوچنيو خونو، چټلو تشنابونو، د ځان وژنې او په کانتين کې د اخ و ډب خبره وکړه.

دا څلور مهاجر چې له دويچه ويله سره یې خبري کړي، زياتره یې د صحرا د جنوب افريقايي هيوادونو څخه دي. دوی د خپلو لاسي تليفونو له لارې د مرکز په دننه کې عکاسي کړې ده. په دغه ويديوگانو کې سړی تر حد زيات ډکي خوني، چټل او له کثافاتو ډک تشنابونه ويني.

د کمپ د اوسيدونکو څرگندونې نه شي ارزول کيدلای

له دوی څخه یې دريو مهاجرو وويل چې له کابو يوه کال راهيسې اته نفره په يوه اطاق کې ژوند کوي. خو د بره بايرن ادارې دا هر څه رد کړي دي او وايي چې مهاجر ځکه دا خبري کوي چې هغوی د غوښتنليکونو تر رديدو وروسته اوس محکمې ته مراجعه کړې ده.

د حکومت په حواله په دغه مرکز کې وضيعت آرام او شرائط مناسب دي.

دا چې په رښتيا په دغو مرکزونو کې وضعيت څه ډول دی، معلوم ول یې سخت دي. ځکه د مرکز پر کارکوونکو او مهاجرو سربيره هلته يوازې د خيريه موسسو همکاران او دولتي مامورين داخليدلی شي.

د دويچه ویله د مرکز ليدنې غوښتنه هم رد شوې ده چې دا د تورونو په اړه ارزونې ستونزمنوي.

ويلي دراکسلر چې د فورستنفيلدبروک ښار د ادغام د ځانگړي استازي په توگه په منظم ډول دغه مرکز ته ورځي، دويچه ويله ته د څو کسانو په اړه وويل چې د رواني درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي، ځکه چې هغوی د سخت خفگان او تراوما سره مخامخ ول او د ځان وژني خبري يې کولې.

دراکسلر وويل چې په کمپ کې شرايط ډېر ستونزمن دي او د هغوی له پاره چې مجبور دي اوږده موده دلته و اوسيږي، غير انساني دي.

چټل تشنابونه او وهل ټکول

دا ډول مرکزونه د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر په لارښونه رامنځته شوي دي څو د پناه غوښتنې پروسه چټکه شي. اووه دا ډول مرکزونه په بايرن ایالت کې دي او د پلان له مخې به دوه نور په زاکسن او زارلند ايالتونو کې پرانيستل شي.

يوه نايجیريايي مهاجر بوخي (مستعار نوم) وويل چې دا مرکز «لکه يو زندان دی.» هغه زياته کړه: «زه دلته داسې خلک پيژنم چې تر دې ځای به، په زندان کې زيات خوښ وي. آيا تصور کولی شئ؟ »

يو بل مهاجر وايي چې دلته هرې خوا ته چټلي پرته وي، خلک د تشنابونو مخې ته خپل حاجت رفع کوي، ځکه چې تشنابونه ډېر چټل دي. هغه زياتوي چې پاکاري یوازې هغه وخت کيږي چې يو چارواکی کمپ ته راځي.

خو د بايرن چارواکي دا تورونه ردوي او وايي چې په اوونۍ کې پنځه وارې تشنابونه او نور ځایونه پاکيږي.

د روغتيايي خدماتو په اړه انديښنه

د کمپ اوسيدونکي د ناوړه روغتيايي شرايطو خبره کوي. دوی وايي چې د مهاجرو په مقابل کې د ډاکترانو شمير کم دی او په «هیپاتيت بي» اخته ډېر کسان له روغو کسانو سره په  يوه خونه کې اچول شوي ول.

خو چارواکي بيا وايي چې مهاجر د ښځينه امراضو، د ماشومانو ډاکترانو او همدا راز روانپوهانو ته لاس رسی لري.

s.b/n.z)Tessa Clara Walther, Ben Knight)