1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واورينو غرونو اروپا پر لور خطرناک سفرونه

۱۳۹۷ دی ۱, شنبه

په بوسنيا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يوه ډله مهاجر، د ژمي په سړې هوا کې په دې هڅه کې دي تر څو د کروشيا له پولې په اوښتو ځانونه مرکزي اروپا ته ورسوي. پر دغو لارو څو ورځې مخکې څو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3AXNf
Migranten in Bosnien an der Grenze zu Kroatien
انځور: picture-alliance/A. Emric

د مهاجرو يوه شاوخوا ديرش کسيزه ډله، چې په هغو کې د ځينو پر تن نازکې جامې وې، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۱۹مه) ناوخته پر هغې لارې چې واورې پرې پرتې وې، د کروشيا سرحد پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوله. دوی ته دغه لاره د قاچاقبرانو له خوا ټاکل شوې وه. دغه مهاجر چې پلې روان ول، په پای کې د «پليه شويتسا» په نوم غرونو ته رسيږي چې د ليوانو او ايږانو په څير وحشي ژوي په کې پيدا کيږي. له هغه ځايه بيا دوی ته سپارښتنه کيږي تر څو د يوه خطرناک ځنګله لارې چې کروشيايي عسکر ورباندې امنيتي ګزمې نه کوي، مخته ولاړ شي.

د سفر پر مهال يو شمير مهاجر ډير آرام ښکاريدل خو ځينو نورو يې بیا ډير چټک ګامونه اخيستل چې حتی د خبرو کولو فرصت یې هم نه درلود. ۲۶ کلن الجزايري مهاجر علي، د څو شيبو له پاره دريږي او وايي چې دی له دغې سړې هوا کومه ويره نه لري. د رويټرز خبري آژانس انځورګر د دغې سيمې هوا د سانتي ګراډ منفي ۱۰ درجې ثبت کړې ده.

يوازينی چانس

د بوسنيا په شمال لويديځ کې د کروشيا سرحد ته نژدې په بيهاګ ښار کې افغان مهاجر ولي خان رويټرز ته وويل: «موږ اروپا ته د رسيدلو له پاره يوازې يو انتخاب لرو او هغه هم له همدې پولې [د کروشيا پوله] په اوښتو.» دا په داسې حال کې ده که چيرته دغه مهاجر کروشيا ته هم رسيږي او هلته خپل د پناه غوښتنليکونه وسپاري، نو د دې امکان شته چې ډيری يې تر پناه غوښتنې وروسته بيرته بوسنيا ته واستول شي.

ولي خان وايي چې تر اوسه يې درې ځله هڅې کړي چې د کروشيا له سرحده واوړي، خو بريالی شوی نه دی. هغه وايي چې د کروشيايي پوليسو له خوا نيول شوی او بيرته يې بوسنيا ته استولی دی. هغه د خپل مهاجرتي سفرونو په اړه وايي: «که افغانستان کې سوله وی، نو موږ به دلته څه کول.»

Flüchtlinge Grenze Mazedonien Serbien Balkan Route Winter Kälte
مهاجر د بالکان سيمې هيوادونو په لاره د اروپا پر لورانځور: Reuters/M.Djurica

د بشري ډلو نيوکې

د بشر حقونو سازمانونو د کروشيا پوليس پر دې تورنوي چې پر پوله له مهاجرو سره بد چلند کوي، خو کروشيا بيا دغه ډول تورنه رد کړي دي. «پر سرحدونو د تاوتريخوالو د څار» سازمان د يکشنبې په ورځ يوه ويډيو خپره کړه. په دغې ويډيو کې وسلوال پوليس ښودل کيږي چې مهاجر وهي ټکوي او بيا يې په غيرقانوني توګه دې ته مجبوروي چې بيرته بوسنيا خاورې ته وګرځي. په همدې ورځ بوسنيايانو لسونو مهاجرو ته چې په سرحد کې د واورو ډګ غرونو کې بند پاتې ول، نجات ورکړ. له ژغورل شوو کسانو څخه يو شمير يې په شديده توګه سړې هوا وهلي ول.

افغانان د اکثريت په ډله کې

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د بالکان سيمې هيوادونو له لارې له يو ميليون څخه ډير مهاجر مرکزي اروپا ته دننه شول. په دغو هيوادونو کې يو هم بوسنيا وو. دغه هيواد اوس هم مرکزي اروپا ته تلونکو مهاجرو له پاره د يو ترانزيتي هيواد حیثيت لري. خو هنګري او سلوانيا چې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه دي، بيا مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه تړلي دي.

د روان کال (۲۰۱۸) له پیل يعنې د جنوري مياشتې راپدېخوا، ۲۳ زره مهاجر بوسنيا ته رسيدلي دي. په دوی کې ډيری يې د افغانستان، پاکستان، عراق او ايران هيوادونو اتباع دي. حاضردمه ۵ زره مهاجر په بوسنيا کې بند پاتې دي. د ژمې سخته سړه هوا او د کروشيا پر پوله د پوليسو سخت کنترول د دوی مخته تلل نژدې ناممکنه کړي دي. 

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف يو انځوريز البوم: