1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر ماشومان او د نوي ژوند له پاره هڅې

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

له افغانستان، سوريې او ختيځې اروپا څخه آلمان ته راغلي تنکي ځوانان په ګډو ټولګيو کې زده کړې کوي. د دوی د هر يوه لويه هيله په آلمان کې پاتېدل او د راتلونکې جوړل دي، خو افغانان ځوانان پکې ناهيلې بريښي.

https://p.dw.com/p/2u1nD
Deutschland | Integrationsklasse des Oberhausener Bertha-von-Suttner-Gymnasiums
انځور: DW/C. Grün

افغان مهاجر عزيز احمد نوري خپله کيسه کوي چې څنګه يې وشوای کړای له افغانستانه ځان آلمان ته راورسوي. هغه وايي: «زه له دوو کلونو راهيسې په آلمان کې ژوند کوم. زه پلی روان وم، بيا وروسته يو کس راپيدا شو او زه يې خپل موټر ته پورته کړم. تر هغې وروسته بيا بس ته او بيا اورګاډي ته پورته شوم. په پاي کې بيرته اړ شوم چې سفر ته مې پر پښو ادامه ورکړم. په اتريش کې زه او ملګری مې په ډيره سادګۍ يوه اورګاډي ته پورته شولو او هماغه وو چې مونشن ته ورسيدلو. هغه وخت ما نه شوای کولای چې يوه کليمه آلماني هم ووايم.» دا د عزيز احمد نوري د دوو کلونو مخکې کيسې دي چې کوي یې. هغه مهال دی ۱۵ کلن وو او له افغانستانه د اروپا پر لور يوازې راروان شوی وو.

نوري اوس د «بيرتا فون کوتنر» په ليسه کې، د تنکيو ځوانانو د ادغام په کورسونو کې شامل کړل شوی دی. په پیل کې د هغه له پاره هر څه نوي او ګران ول خو هڅې يې دا وې چې پر ټولو ستونزو برلاسی شي. نوري اوس په يو اپارتمان کې ژوند کوي. هغه اوس ډير د خوښۍ احساس کوي چې د زده کړې شرايط ورته برابر دي. عزيز احمد نوري موخه دا ده چې يوه ورځ د فراغت ديپلوم تر لاسه کړي.

Deutschland | Integrationsklasse des Oberhausener Bertha-von-Suttner-Gymnasiums
د ادغام په ټولګيو کې کې د مختلفو هيوادونو مختلف فرهنګ لرونکي ځوانان په ګډه د يوې موخې (پرمختګ) له پاره هڅې کوي. انځور: DW/C. Grün

تعلیم او انديښنې

دغه افغان مهاجر چې په آلمان کې يې د اوسيدو يوازې دوه کاله کيږي، اوس کولای شي په آلمانۍ ژبه په ښه ګرامري شکل، خو د لهجې په لږ توپير سره وغږيږي. نوري په دې هم توانيدلی دی چې په خپلو ساينسي ټولګيو کې له ځانه ښه وړتيا ښکاره کړي. په داسې حال کې چې د آلمان د کار په بازار کې انجنيرۍ څانګې ته ليوالتيا زياته ده، نوري هم دغه مسلک له پاره مناسب او د بريا ډير چانس ورته ولري. عزيزاحمد سږکال همدا ډول په دې بريالی شو چې د ادغام کورسونو د رياضي، معلوماتي تکنالوژۍ، ساينس او انجنيرۍ سياليو په پايله کې په دوهمه درجه فارغ شي. خو هغه د دغو ټولو حالاتو سربيره لا هم خپلې راتلونکې ته ډير خوشبينه نه دی، ځکه انديښنه لري چې په آلمان کې دې پريښودل شي.

په «بيرتا فون کوتنر» ليسه کې د ادغام کورسونو مخته وړل يو اوږد بهير دی. په دغې ليسه کې له ۱۹۸۰م لسيزې راهيسې د مهاجرو او کډوالو ماشومان ته زدکړې ورکول کيږي. په يادې ليسه کې د سريلانکا د کورنۍ جګړه له امله تښتيدلي ماشومان او همدا ډول د ختيځې اروپا او بالکان سيمې هيوادونو مهاجر ماشومان زده کړې کوي.

له همدې کبله په «بيرتافون کوتنر» ښوونځي کې هيڅکله د ښوونکو له پاره د کار د کمښت احساس نه پيدا کيږي. د دغې ليسې مرستيال شتيفن شوبيرت وايي: «په حاضر وخت کې موږ د خپلو ښوونځيو د ادغام په پروګرام کې د نړۍ د نورو سيمو مهاجرو له پاره هم د جذب امکانات برابر کړي دي. دا هغه څه دي چې موږ يې تل د لرلو په هڅه کې وو.»

Deutschland | Integrationsklasse des Oberhausener Bertha-von-Suttner-Gymnasiums
د ليسې مرستيال مدير شتيفن شوبيرت: د مختلفو هيوادونو ماشومانو ته زدکړه، زموږ د ښوونځي له لمړيتوبونو څخه دي. انځور: DW/C. Grün

کډ کار او همغږي

د ادغام کورسونو دغه پروګرام د (KI) په نوم د ښاروالۍ د ادغام له مرکز سره هم نژدې همغږي او د دغه مرکز ملاتړ لري. شوبيرت وايي: «موږ د زده کونکو د انتخاب په برخه کې تل له (KI) سره په ګډه کار کوو. موږ داسې ماشومان چې په خپلو هيوادونو کې يې زده کړي کړي دي، ډير ليدلي دي چې دلته د فراغت ډير ښه چانس لري. دې کار تر ډيره ښه نتيجه ورکړې ده. موږ هر کال ډير دا ډ‌ول ماشومان لرو چې دوی د فراغت په ترلاسه کولو خپل ديپلومونه ترلاسه کوي.»

شوبيرت دا هم وايي چې د ادغام د ټولګيو ټولو زده کونکو لا تر اوسه خپل ديپلومونه نه دي ترلاسه کړي. هغه وايي: «ځينې يې مسلکي ښوونځيو ته تللي دي او له هغه ځایه د تخنيک په څانګه کې خپلې ډګريانې ترلاسه کوي.»

درسي نصاب


په دغه ليسه کې د هغو مهاجر ماشومانو چې سنونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو تر منځ دي، درسي نصاب يې په اوسط ډول له هغه درسي نصاب څخه يو څه توپير لري چې د آلماني زده کوونکو په ليسو کې دي.

وروسته له هغې چې مهاجر زده کوونکي د ژبې په برخه کې په کافي اندازه وړتيا پيدا کړي، له ځايي زده کوونکو سره د ښوونځيو په مختلفو ټولګيو کې ورګډيږي چې تر دې وروسته بيا دوي کولای شي ليسو ته تبديلي وکړي. مهاجر زده کوونکي د خپلو علاقو له مخې مختلف ټولګي انتخابوي، ځينې يې د جغرافيې او تاريخ او ځينې يې بيا د انګليسي ټولګي انتخابوي.

د ادغام ټولګيو زده کوونکي تر ډيره له آلماني زده کوونکو سره د نژدې اړيکو لرو ليوالتیا لري. دوي غواړي چې له آلماني زدکوونکو سره په ګډ ټولګي کې زده کړې وکړي. افغان مهاجر نوري په دې اړه وايي: «موږ داسې هيڅ له ځانه سره نه لرو چې له يو بل سره يې وکړو. موږ د ښوونځي په انګړ کې يوازې يو له بل سره وينو، بس همدومره.»

سوريايي مهاجر محمد وايي: «زه غواړم فوتبال وکړم، ځکه خو غواړم ملګري پيدا کړم.» د ښوونځي مرستيال شوبيرت هم ټيڼګار کوي: «دا مهمه ده چې زده کوونکو ته د يو بل تر منځ د اړيکو د تامين په موخه امکانات برابر کړو، په دې موخه په کار ده چې د لوبو او نورو ورته تورنمنتونه په جوړولو سره فرصتونه برابر کړل شي.»

Deutschland, Flüchtlinge, die sich durch Sport besser integrieren wollen
په آلمان کې د افغان مهاجرو د واليبال ټيم. سپورت د ادغام او ارتباطاتو د تامين له پاره يوه موثره لاره. انځور له آرشيف څخهانځور: Ajmal Wahab

اخراج، يوه ويرونکې کليمه

د ادغام په ټولګيو کې د مختلفو هيوادونو مهاجر ټول يې تر ډيره بريده هيلې مند دي چې په آلمان کې پاتې شي. دوي غواړي چې د فراغت ديپلومونه ترلاسه کړي، پوهتنونو ته لاره پيدا کړي يا هم د کار حرفوي روزنې ترلاسه او بلاخره خپله راتلونکې او ژوند جوړ کړي. خو په منځ کې افغان زده کوونکي له ناخوښيو او انديښنو سره مله دي. کله چې دوي د آلمان دولت له لوري د افغان مهاجرو د اخراج په اړه خبرونه اوري، تر ډيره ورته د مايوسۍ سبب کيږي.

عزيز احمد نوري په دې اړه وايي: «زه آلمان ته راغلی يم تر څو يوه ښه راتلونکې ولرم. [خو بيرته اخراج] به زما راتلونکې له منځه يووسي. دا په واقعيت سره چې غيرعادلانه ده. هر يو ښه پوهيږي چې افغانستان امن نه دی...ځکه هلته جګړه ده او هلته طالبان دي. له افغانستانه هره ورځ د جګړو او بمي چاودنو خبرونو ترلاسه کيږي چې په سونو کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

DW/ م.ک.ص

دا هم د مهاجرت موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: