1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر د ايټالیا پرځای په ترکیه کي پریښول سوي

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

انساني قاچاقبرانو ۸۴ مهاجر د ترکیې د زیتون په یوه باغ کي خوشي کړي او هغوی ته یې ویلي، چي ایټالیا ته رسیدلي دي. د دغو مهاجرو اکثریت افغانان، سوریایان او مصریان وه.

https://p.dw.com/p/3nkJ2
Türkei Erzurum Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: picture-alliance/Depo Photos

د المان خبري آژانس، ډي پي اې د جمعې په ورځ (د جنورۍ اتمه) خبر ورکړ، چي قاچاقبرانو مهاجرو ته فریب ورکړی او یو بل ځای ته تر انتقال وروسته یې هغو ته ویلي دي، چي د اروپا اتحادیې ته رسیدلي دي.

د دغه آژانس په حواله هر مهاجر قاچاقبرانو ته د اروپا د اتحادیې یوه غړي هیواد ته د رسیدو پخاطر زر زر یورو ورکړي وې.

قاچاقبرانو هغوی په استانبول کي د لاریو په منځ کي پټ کړي وه او پسله ۳۰ ساعته رفتار څخه یې هغوی په ۶۰۰ کیلومترۍ کي د ایدین د منطقې د زیتون په یوه باغ کي ایله کړي او هغوی ته یې ویلي چي ایټالیا ته رسیدلي دي.

Türkei Erzurum Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Imago/Depo Photos

د دغي منطقې اوسیدونکو د مهاجرو تر لیدو وروسته پولیسو ته خبر ورکړ. دا تر اوسه پوري معلومه نده، چي ایا قاچاقبران او د لاریو موټروانان نیول سوي دي او که څنګه. خو دا اول وار ندی، چي قاچاقبران مهاجرو او بې سرنوشته کسانو ته دا ډول فریب ورکوي.

آ./ق.م./ا.ا.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم