1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر باید په هیڅ صورت بیرته لیبیا ته ستانه نه کړای شي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

دا د اروپایي اتحادیي رسمي سیاست دی چې د لیبیا ساحلي ګارد د مهاجرو کښتۍ تر پیدا کولو وروسته بیرته دغه جګړه ځپلي هیواد ته ستنوي. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په ټينګار سره له دې موضوع څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3Ijnn
Migranten vor der libyschen Küste
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Heinz

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR)  په ډیر ټینګار سره پر اروپایي اتحادیي غږ کړی دی چې د لیبیا د مهاجرو په کمپونو (چې توقیف ځایونو ته ورته دي) کې دې وضعیت بهتره کړي او په عین وخت کې بیرته دغو توقیف ځایونو ته د پناه غوښتونکو د لیږد مخه ونيسي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د آلماني څانګې مشر دومینیک بارچ د «ویلت ام زونتاګ» آلماني ورځپاڼې ته وویل: «هغه انسانان چې په مدیترانې سمندر کې د ساحلي ګارد له خوا ژغورل کیږي، باید په هیڅ صورت بیرته د لیبیا توقیف ځایونو ته انتقال نه شي.»

بارچ زیاته کړه: «باید له هر سیاسي نفوذ - همدا راز د اروپایي اتحادیي له امکاناتو څخه استفاده وشي چې په توقیف ځایونو کې کړاو ته د پای ټکې کیښودل شي.»

د بارچ په خبره په لیبیا کې د جګړې له امله وضعیت یو وار بیا کړکیچن شوی دی: «د لیبیا په توقیف ځایونو کې بشري وضعیت ویجاړونکی دی.» د هغه په خبره د خوړو او اوبو کمښت موجود دی او ډیر شمیر کسان بیا بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

په المان کې د یو ان اچ سي آر ستازی زیاتوي چې سربیره پر دې په پلازمېنه طرابلس کې توقیفځایونه د وسله والو ډلو د متقابلو ډزو په منځ کې واقع کیږي. «د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ تر اوسه پورې توانیدلې ده چې ۸۰۰  پورې کسان له دغو توقیف ځایونو څخه خوندي ځایونو ته انتقال کړي. د یو شمیر بنسټونو امکانات همدا اوس خپل اخري حد ته رسیدلي دي.پاتې ۳۳۰۰ پناه غوښتونکي په توقیف ځایونو کې خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ ګڼي.»

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

په اروپایي اتحادیې غږ

بارچ د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو پر حکومتونو غږ کړی دی چې نور دې نو په مدیترانه کې د شخصي ژغورونکو مرستندویانو مخه نه نیسي: «قانوني او لوجستيکي محدودیتونه باید لیري کړای شي» ځکه په لسګونو زره انسانان د غیر دولتي سازمانونو منندوی دي چې د هڅو په پایله کې یې ژوند ژغورل شوی.

بارچ زیاتوي چې اروپایي هیوادونه باید په عاجل ډول نور پناه غوښتونکي ومني. په اوس وخت کې د "Sea-Watch " په نوم د آلمان د مرستندویه سازمان کښتۍ په داسې حال کې چې ۴۷ تنه ژغورل شوي پناه غوښتونکې په کې سپاره دي په مدیترانې سمندر کې ده.

د دغه سازمان له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د "Sea-Watch 3" کښتۍ د ایټالیا اوبو ته ور ننوتلې ده. د دغه سازمان ویاند روبن نویګیباور، ویلی دي چې په کښتۍ کې وضعیت ډیر زیات خراب دی او «د ځان وژنې خطر موجود دی». خو دا لا وضحه شوې نه ده چې آیا کښتۍ به د لنګر اچولو او  ژغورل شوي کسان به وچې ته د داخلیدو اجازه ترلاسه کړي او که څنګه؟

د ایټالیي د کورنیو چارو وزیر ماتئو سالويني، وویل چې د ایټالیي بندر همداسې تړلی پاتې کیږي او دا چې دوی دغې ژغورونکي کښتۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې د دوی اوبو یا سمندري ساحې ته داخل شي.

دغې کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د لیبیا له ساحل څخه ۶۵ تنه پناه غوښتونکي پورته کړل. ۱۸ تنه له دوی څخه چې په هغو کې ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو او یو ناروغه سړی شامل دي د ایټالیا لمپیدوزا ساحل ته انتقال شوي دي.

آژانسونه/ ش. ن/ س. ر