1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

منظم خوب د بدن میتابولیزم او زړه ته ګټه رسوي

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

په یوه مشخص وخت کې د خوب بستر ته تګ نه یوازې ماشومانو، بلکې لویانو ته هم ګټور دی. نویو څیړنو د خوب بستر ته د ورتګ د منظمو وختونو پر ګټو رڼا اچولی.

https://p.dw.com/p/35ZAA
Schlafende Frau
انځور: Colourbox

د کافي خوب نشتوالی کیدای شي د رواني فشار، وزن زیاتولي، د وينې لوړ فشار، د انسولين مقاومت، د شکر دوه او زړه د ناروغیو سبب شي. کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې په منظم ډول او په مشخصو وختونو کې ویده کیدل او له خوبه را پاسیدل روغتیا ته ګټه رسوي.

د امریکا متحده ایالاتو په کارولینا ایالت کې د «دوک پوهنتون» طبي مرکز موندلې ده چې د خوب منظم وختونه نه یوازې د ماشومانو، بلکې د لویانو له پاره هم ګټه رسوي. کارپوهانو په پرله پسې ډول د اوو شپو ورځو له پاره د ځانګړو دستګاو په وسیله د شاوخوا ۲۰۰۰ بالغه کسانو خوب تر ارزونې لاندې نیولی دی.

د دې څیړنې پایلو وښودله چې د خوب منظم وختونه د بدن د میتابولیزم او زړه روغ ساتلو په برخه کې مرسته کوي. په دې څیړنه کې د برخه والو کسانو له ډلې څخه هغه چې په غیر منظم ډول ویده شوي وو په هغو کې د وزن زیاتیدو احتمال زیات او د وینې شکر او وینې فشار یې لوړ شوی وو.

په دغو کسانو کې، د هغو په پرتله چې منظم خوب یې کړی وو، د زړه د حملې یا سکتې خطر هم زیات شوی وو.

څیړونکي په دې باوري شوي دي چې خوب، د زړه روغتیا او د بدن میتابولیزم یو پر بل اغیز لري. خو ذعه کارپوهان تر اوسه پورې نه دي ډاډه شوي چې آیا بی خوبي د وزن د زیاتیدو سبب کیږي یا د دې برعکس؟

دوی ویلي دي چې له لازیاتو څیړنو سره به دې مسئلې ته لاس رسی پیدا کړي چې کوم یو له دې څخه د وزن د زیاتیدو لامل دی.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: