1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: کورني بې ځایه شوي کورنۍ مخ پر ډېرېدو دي

۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي رپوټ کښي راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړو او شخړو له امله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله او کورني کډوالو کې د پام وړ ډېرښت راغلی.

https://p.dw.com/p/1Jk6Q
انځور: picture alliance/AP Photo

د روان کال له جنوري څخه تر جون میاشتي پوري د کورني بې ځایه شویو کډوالو شمېر ۱۶۹ زره کسانو ته رسیدلی دی چې د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د خپاره شوي رپوټ په حواله د روان کال له جون میاشتي راهیسې دغه شمیر ۱۸۲،۶۸۰ ته لوړ شوی دی.

افغان امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې له ترهګرو ډلو لکه طالبانو او داعش سره په جګړه بوخت دي. د ۲۰۱۶م کال په لومړۍ نيمايي کښې تر۵۱۰۰ زیاتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

هغه کسان چې د شخړو او یا روحي فشارونو له امله لومړنۍ مرستې او یا روغتیایې پاملرنه ترلاسه کوي، شمیر یې ۳۲۳۰۰ کسانو ته رسیدلی دی، چې دا د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پلان چې تیر کال يې د ۳۹۳ میلیون ډالرو غوښتنه شوې وه او تر بیا کتني وروسته ۳۴۵ میلیونه ډالره و ټاکل شو، تراوسه پوري یې ۶۱ سلنه بودیجه تمویل شوی ده.