1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

م.م: په ايران کې په اونۍ کې تر لسو ډېر کسان اعداميږي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د روان کال له پیل راهیسې د ایران په اسلامي جمهوریت کې لږ تر لږه ۲۰۹ تنه انسانان اعدام سوي دي. ملګرو ملتونو په دې هکله سخته اندیښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4R7ZC
Iran Symbolbild Hinrichtung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture alliance

د بشری حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فولکر تورک په ایران کې د اعدامونو د شمیر په هکله سخت اندیښمن دی. نوموړي په ژنیو کې څرګنده کړه چې د اعدامونو دغه شمیر «په ویروونکي ډول لوړ» دی. د ملګرو ملتو په حواله د اعدامونو حقیقي شمیر ښايي تر دې هم لوړ وي، دا ځکه چې د شفافیت د نه شتون له امله چارواکي په دې هکله اصلي شمیري نه وړاندي کوي.  

ایران: دوه کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام شول

د تورک په حواله ایران په نړیواله سطحه د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې ډیر اعدامونه پکښي ترسره کیږي. ډیری کسان د مخدره موادو په تړاو جرمونو په تور اعدامیږي. همدارنگه په اعدام شويو کې په غير متناسب شمير کې د اقلیتونو غړي هم شامل دي. 

Schweiz, Genf: Volker Türk, UN-Hochkommissar für Menschenrechte
د بشری حقونو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فولکر تورکانځور: Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/dpa/picture alliance

تورک څرگندوي :«د مخدره موادو اړوندو جرمونو  په تور د یو چا اعدامول، د بشري حقونو له نړيوالو نورمونو او معيارونو سره مطابقت نه لري. که دا کار همداسي ادامه پیدا کړي نو دغه هیواد به په خواشینۍ سره پر هغه لاره ولاړ سي، لکه چې په تیر کال کې پرې روان وو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار په حواله په ۲۰۲۲ م کال کی په دغه اسلامي جمهوریت کې تقريباً ۵۸۰ تنه اعدام سوي دي. د ملګرو ملتو عالي کمیشنر دغه ډول بیلانس د «کرکې وړ بللی، په تیره بیا کله چې سړی فکر وکړي چې په نړیواله کچه د اعدامونو د له منځه وړلو له پاره مخ په زیاتیدونکي ډول د یوې اجماع د رامنځته کولو هڅی رواني دي.» تورک په تهران کې د ملایانو له حکومت څخه غواړي چې د اعدام سزا له منځه یوسي او یا دې هم ټول اعدامونه متوقف کړي.

د همدې دوشنبه په ورځ په ایران کې دوه نارینه، اسلام ته د سپکاوي په تور په دار وځړول سول. د تیري شنبه په ورځ هم یو سویډنی ـ ایرانی منتقد د »ترهگرۍ« په تور اعدام سو. دغه ډول اعدامونو په امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنه کې سختې نیوکې راپارولي دي.

GP/BS/AG