1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

م.م: په افغانستان کې ملکي تلفات نور هم ډير سوي

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

ملگري ملتونه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ډيرښت اندېښمن کړي دي. دوی ويلي دي چې په تيرو ورځو کې د ملکيانو ژوند ته بې احترامي «وحشتناکه» وه.

https://p.dw.com/p/3QJnO
Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
انځور: Reuters

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تاداميچي ياماموتو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې ملکيان بايد وساتل سي.

هغه په وروستيو ۷ ورځو کي د ملکي وگړو پرضد د زور زياتي په برخه کې د طالبانو هغه دوه يرغله د بېلگې په توگه ياد کړي دي چې په زابل او پروان کې پکښې ۵۵ ملکيان ووژل سول.

په عین حال کې د امريکا متحده ايالاتو په بمباريو کې هم ډېر ملکيان وژل سوي دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په ننگرهار کي ۱۶ او په هلمند کي ۲۰ ملکيان وژل يا ټپيان سوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکښې شمال ول.

د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو تر بندښت وروسته کارپوهانو د زورزياتي د پیښو د ډيرېدو خبرداری ورکړی وو.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ بيا ويلي دي چې د شنبې ورځې ته پلان سوي د ولسمشرۍ ټاکنې به په ټول توان سره گډې وډې کړي.