1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

م.م: په افغانستان کې اته واکسيناتوران وژل شوي

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د پوليو يا ګوزن د واکسيناسيون د ډلې اته کسه کارکوونکي په څلورو جلا بريدونو کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/47Xe7
Afghanistan Jalalabad | Polio Impfkampagne
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله طالبانو ويلي دي چې د دې پېښو «خبرونه یې ترلاسه کړي» او هڅه کوي چې نور معلومات هم ترلاسه کړي. ياد خبري آژانس په دې اړه جزيات نه دي ورکړې چې آيا په وژل شويو کې ښځې هم شاملې دي او که څنگه.

د طالبانو د روغتيا وزارت يوه وياند جاويد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زموږ تګلاره روښانه ده. موږ غواړو چې واکسين تطبيق شي او د افغانستان هغه ټول ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، وساتل شي.»

د ملګرو ملتونو له خوا ويل شوي دي چې يو تن واکسيناتور په بلخ ولایت کې وژل شوی او اوه نور بيا په کندز ولایت کې چې څلور یې په کندز ښار کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو زياته کړې ده چې دغه کسان ځیني یې کور په کور ګرځيدل او ځيني نور بيا د واکسيناسيون د پېل له پاره پر لاره ول.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو د مخه هم په وار وار د پوليو ټيمونه د وسله والو له خوا په نخښه کيدل. يادې ډلې چې کله قدرت ونيوه نو ویې ویل چې غواړي د دې ناروغۍ د له منځه وړولو له پاره د ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي.

ملګري ملتونه: طالبانو د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې

په ماضي کې هم په افغانستان او همدا راز په ګاونډي هېواد پاکستان کې د پوليو پر کمپاينونو د جاسوسۍ تورونه لګول کیدل ځکه چې ځيني ديني عالمان دا واکسين د مسلمانانو نارينه وو د خصي کولو توطيه بولي.

ملګرو ملتونو د پوليو پر ډلو د بريد په تړاو د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «دا بې معنا تاوتريخوالی باید ژر تر ژره ودريږي. مسئولين یې بايد وپلټل شي او مجازات شي. دغه بريدونه د نړيوالو بشري حقونو څخه سرغړونه ده.»

پاکستان له يوه کال راهيسي د پوليو هيڅ پېښه نه لري

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه وروستي هيوادونه چې اوس هم پکې د پوليو يا ګوزن ناروغي شته، خو دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېره مياشت رپوت ورکړی وو چې په تاريخ کې په لومړي ځل يې په دې تېرو دولسو میاشتو کې د پوليو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت کړې.

ب. ص/ ن. ز (afp)