1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

م.م: د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د ملگرو ملتونو په حواله په ټوله نړۍ کې لږ مېندې او ماشومان مړه کيږي. ويل شوي چې له ۲۰۰۰م کال راهيسې د ماشومانو د مړينې پېښې کابو نيمايي او د مېندو يو پر دريمه کمې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Pv43
Symbolbild Blutttest Schwangerschaft
انځور: picture-alliance/BSIP

ملگرو ملتونو په خپل دې رپوټ کې چې د پنجنشبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر ۱۹ نيټه) خپور شوی، ويلي دي چې د مېندو او ماشومانو مړينه يوې نوې ټیټې کچې ته کښته شوې ده. خو زياته شوې چې اوس هم په هرو ۱۱ ثانيو کې د نړۍ په يوه برخه کې يوه ميندواره ښځه او يا يو نوی زيږيدلی ماشوم مړ کيږي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف او د روغتيا نړيوال سازمان «دبليو ايچ او» په وينا د مړينې په پېښو کې د کموالي علت روغتيايي خدماتو ته د لاس په برخه د ښه والی راتلل دي. د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم غیبريسوس په دې اړه وويل: «په هغو هېوادونو کې چېرته چې د ټولو وگړو له پاره ډاډمن، ارزان بيه او ښه کيفيت لرونکی روغتيايي سسټم موجود وي، هلته ښځې او ماشومان ژوندي پاتېدلی شي او ښه وده کولی شي.»

خو رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۸م کال کې بيا هم ۶،۲ ميلیونه هغه ماشومان چې ۱۵ کلن شوي لا نه ول، د ډېرو عادي ناروغيو او علتونو له کبله مړه شوي دي چې له دوی څخه یې ۵،۳ میليون له پنځوو کالو کم عمر درلود.

زياته شوې چې په ۲۰۱۷م کال کې تر۲۹۰ زرو زياتې ښځې د حامله دارۍ او يا زيږون پر وخت مړې شوي دي.

په لومړۍ مياشت کې د هغو ماشومانو د مړينې خطر په ځانگړي توگه ډېر لوړ دی چې د وخت د مخه پېدا شوي وي، معيبوب وي، د زيږیدو پر وخت یې وزن ډېر کم وي او يا  په يوه ميکروب اخته شوي وي. له هغو ماشومانو څخه چې يو مياشتني کيږي هم نه، يو پر درېمه برخه یې د زيږيدو په ورځ مړه کيږي.

د يونيسف اجراييوي رئیسه هينريته فور وايي: «په ټوله نړۍ کې د انسانانو له پاره د ماشوم زيږيدنه د خوښۍ يوه موقع وي. خو په هرو يولسو ثانيو کې يو زيږون د يوې کورنۍ په يوه فاجعه بدليږي.» 

د رپوټ په حواله د مور او ماشوم له پاره د ژوندي پاتېدو چانس په هر ځای کې يو ډول نه دی: د افريقا د سترې صحرا د جنوب په هېوادونو کې د مور او ماشوم له پاره وضعيت د نړۍ د نورو سېمو په پرتله خراب دی. د مور او ماشوم د مړينې ۸۰ سلنه پېښې د افريقا په دغه جنوبي هيوادونو او آسيا کې ثبت شوي دي.

د رپوټ په حواله په ۲۰۱۸م کال کې د افريقا د جنوب په هېوادونو کې له ۱۳ ماشومانو څخه یې يو مړ شوی دی. په اروپا کې بيا په اوسط ډول له ۱۹۶ ماشومانو څخه يو د پنځه کلنې عمر ته له رسېدو د مخه مړ کيږي. په آلمان کې بيا آن له هرو ۲۵۰ ژوندي زيږيدلو ماشومانو څخه یې يو تر پنځه کلنې نه رسيږي.

خو ملگرو ملتونو په تېره لسیزه کې د پام وړ پرمختگ ثبت کړی دی. د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۸م کالونو ترمنځ د هغو ماشومانو د مړينې کچه چې ۱۵ کلن شوي لا نه ول، ۵۶ سلنه ټيټه شوې ده او د ۱۴،۲ ميليون ماشومانو څخه ۶،۲ ميليون ته ښکته شوې ده.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې ډېر پرمختگ د ختيځې او جنوب ختيځې آسيا په هيوادونو کې شوی دی. د مور د مړينې کچه بيا د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۷م کال ترمنځ موده کې ۳۸ سلنه ټيټه شوې ده او په دې برخه کې ډېر پرمختگ د مرکزي او جنوبي آسيا په هيوادونو کې ليدل شوی.

خو د ملگرو ملتونو په حواله دا پرمختگ اوس هم ډېر سست دی څو د ملگرو ملتونو له خوا د ۲۰۳۰م کال له پاره د مور او ماشوم د مړينې کچې د ټيټولو ټاکل شوی هدف ترلاسه شي.

BS/NZ (AFP)