1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د سوریې نیمایي خلک بې ځایه شوي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۷, جمعه

ملگري ملتونه وايي تر درو میلیونو زیات سوریایي کډوال د کورنۍ جگړې له کبله کډه کولو ته اړ شوي دي. زیاته شوې ده چې پخپله د سوریې په دننه کې ۶،۵ میلیونه سوریایان بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1D3cw
انځور: Reuters

ملگرو ملتونو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د جمعې په ورځ د سوریې په گاونډیو هیوادونو کې د سوریایي کډوالو د ثبتېیدو شمیر تر درو میلیونو اوښتی دی. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان سي اچ آر) په وینا په دغه شمیر کې هغه په سوونو زره کسان شامل نه دي چې بې له ثبتېدو یې سوریه پریښې ده.

د دغې بیانیې له مخې د تاوتریخوالي له کبله پخپله د سوریې دننه ۶،۵ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي، چې تر نیمایي زیاته برخه یې ماشومان جوړوي. د خبر پاڼي له مخې دا په دې معنی چې د سوریې د نفوس کابو نیمایي برخه خلک دې ته مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پریږدي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر انتونیو گوتیرس، له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د سوریې کړکیچ زموږ د وخت پر ستر بشري بیړني حالت اوښتی دی، اوس نړۍ د کډوالو د ضرورتونو او هیوادونه د هغوی په کوربه توب کې پاته راغلي دي.»

«پر کوربه هیوادونو ستر فشار»

لبنان له هغو هیوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات پکښې سوریایي کډوال اوسیږي. د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې له پېل شوي کړکیچ راهیسې دغه هیواد ۱،۱۴ میلیونه سوریایي کډوال منلي دي. اردن بیا د ۶۰۸۰۰۰ زرو او ترکیه بیا د ۸۱۵۰۰۰ سوریایي کډوالو کوربه توبه پر غاړه لري. همداشان په عراق، مصر او یو شمیر نورو هیوادونو کې په سوونو زرو سوریایي کډوالو پنا اخېستې ده.

ملگرو ملتونو د سوریايي کډوالو مېلمه پالو هیوادونو پر منابعو باندي فشار ډیر «ستر» بللی دی او په وینا یې ډیر شمیر کډوال په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

نوموړي سازمان اوس له سوریې څخه د وتونکو خلکو په هکله هم اندېښنه څرگنده کړې ده چې په وینا یې د پولو په اوږدو کې د تالاشۍ په پوستو کې رشوت ورکولو ته اړ ایستل کیږي او یا هم په خوندي توگه اردن ته د رسیدو له پاره قاچاقبرانو ته پیسې ورکوي.

انتونیو گورتیرس، د اغیزمنو شوو کسانو سره د مرستې له پاره له نړیوالي ټولني د لا ډیرو مرستو د برابرولو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي: «د سوریې کړکیچ ته غبرگون سخاوتمندانه وو، خو تریخ حقیقت دا دی چې تر هغه ډیر کم دی کوم ته چې اړتیا ده.»

د ملگرو ملتونو په وینا د روان کال تر پایه پوري یوازي کډوالو ته د اړینو ضرورتونو د برابرولو له پاره دوه بیلیونه ډالرو ته اړتیا ده. زیاته شوې ده چې تر اوسه بسپنه ورکوونکو هیوادنو ۴،۱ ميليارده ډالره مرسته چمتو کړې ده.

پیچلی کړکیچ

د سوریې کړکیچ چې په ۲۰۱۱م کال د پسرلي په اوایلو کې پیل شو، په لومړي سر کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد یې سوله ییزي ریښې درلودي، خو د وخت په تیریدو سره مخ پر زیاتیدونکي توگه یې فرقوي بڼه خپله کړه.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په سوريه کې د دغې کورنۍ جگړې له پېل راهیسې تر اوسه تر ۱۹۱ زرو زیات انسانان وژل شوي دي.