1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. افغانستان ته د ميليونونو ډالرو مرستي غوښتنه کړې

۱۳۹۷ مرداد ۱۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او زراعت سازمان، د چهارشنبې په ورځ په افغانستان، سوریې، سوډان او نورو سیمو کې د «نړۍ د هغو کړکیچونو د تمویل له پاره چې کافي منابع په اخیتار کې نه لري» د ۱۲۰ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/32U8J
Bildergalerie Kinderarmut Afghanistan
انځور: Getty Images/Aref Karimi/AFP

په روم کې د دغې ادارې له اصلي مقر څخه ویل شوي دي چې که دغو سیمو ته چې له مخ پر ډیریدونکې لوږې او بشری اړتیاو سره مخامخ دي په عاجله توګه مرستې و نه رسیږي، نو د ۲۰۱۸ کال په دویمې نیمایي کې د وضعیت د لا خرابیدو جدي ګواښ موجود دی.

دې سازمان ویلي دي چې په افغانستان سوډان او سوریې کې وچکالي، په بنګله دیش کې سخت موسمي بارانونه، په مرکزي افریقا جمهوریت کې تاوتریخوالی، په هایتې کې سیلابونه، په عراق، میانمار او په ساحل زون کې د حاصلاتو کمیدل په نړۍ کې هغه کړکیچونه دي چې په کافي اندازه نه دي تمویل شوي.

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او زراعت سازمان (FAO) ویلي دي: «FAO د دغو خطرناکو په کافي اندازه نه تمویل شویو کړکیچونو له پاره ۱۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې ۳،۶ میلیونه خلکو ته د کال په پاتو میاشتو کې رسیدګي وکړي.»

د ملګرو ملتونو دغې ادارې روښانه کړې ده چې د کال په پیل کې یې د خپلو فعالیتونو د تمویل له پاره د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه ورته د دغو پیسو تر۳۰ سلنه لږ برخه ورکړل شوې ده. دا سازمان وایي چې دغه پیسې یې ۳۳ میلیونه کسانو ته د مرستې رسولو له پاره غوښتې وې.

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو او زراعت سازمان مشر دومنیکو بارګوین، وویل: «موږ باید همدا اوس اقدام وکړو چې د خوراکي توکو امنیت او د خلکو د ژوند د ژغورلو له پاره لاس په کار شو، د خلکو د ژوند د مصرفونو د تمویلوونکو مواردو ساتنه باید وکړو او خلک باید د راتلونکو کړکیچونو پر وړاندې پیاوړي کړي.»