1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: آلمان او قطر پر بین الافغاني مذاکراتو کار کوي

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي دي چې آلمان او قطر پر دې باندې کار کوي چې «بین الافغاني ډیالوګ» ترتیب کړي. دا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو اترو د پېلولو یوه هڅه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/3KkUv
Tadamichi Yamamoto
انځور: picture alliance/AP Images/R.Gul

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو میاشتو کې څو وارې د طالبانو له غړو سره لیدلي دي، څو د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دغه بهیر کې یوه مهمه ستونزه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له حکومت سره د طالبانو له مذاکراتو ډډه کول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر مشر تدامیچي یاماموتو، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون ۱۹مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي: «د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ مستقیمي خبرې اترې د پراخ نړیوال ملاتړ سره ادامه لري.»

یاماموتو په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې پر دې سربیره «افغانستان او ځینې نړیوال شریکان یې، په ځانګړې توګه آلمان او قطر د بین الافغاني مذاکراتو له پاره چمتووالی نیسي.» خو هغه په دې هکله کوم جزئیات او یا مهال ویش په ګوته نه کړ.

یاماموتو چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی هم دی په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «دغه ټولې هڅې باید د یوه ګډ هدف پر لور وي: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې پیل شي، څو د سولې یوه تړون ته ورسیږي.»

هغه زیاته کړې ده: «طالبانو ته ګډ پیغام روښانه دی: [د مذاکراتو] میز ته کینئ او له افغان حکومت سره مستقیم مذاکرات وکړئ.»

امریکا متحده ایالاتو او د فرانسې په شمول نورو هیوادونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې دوی د آلمان او قطر له نوښت څخه ملاتړ کوي.

sr/bs (AFP)