1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې ملکي تلفات کم شوي دي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د یوناما په خبره په افغانستان کې په تیرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل له پاره د ملکي تلفاتو کچه رالویدلې ده. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال همدې مودې په پرتله ملکلي تلفات ۱۵ سلنه کم شوي دي.

https://p.dw.com/p/15lhe
انځور: AP

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ادارې (یوناما) د چهار شنبې په ورځ وویل چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱۴۵ ملکي وگړي په دې هیواد کې د بیلابیلو پېښو له کبله وژل شوي او ۱۹۵۴ تنه نور ټپي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په همدې موده کې ۱۵۱۰ تنو ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

په دې ترتیب سره نو په روان کال کال کې د ملکي وگړو په تلفاتو کې د تیر کال په پرتله ۱۵ سلنه ټیټوالی راغلی دئ. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د افغانستان په لس کلنه جگړه کې تر بل هر کال ډیر ملکي وگړي وژل شوي ول.

یوناما زیاته کړه چې له دې سره نو په تیرو پنځو کلونو کې د ملکي وگړو د تلفاتو د ډیریدو بهیر مات شوی دئ. خو ملگرو ملتونو دا هم وویل چې د افغانستان په جگړه کې اوس هم ډیری ملکي وگړي وژل کیږي.

د ملگرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د ۸۰ سلنه مکلي تلفاتو پړه د طالبانو پر غاړه ده. دې سازمان د ۱۰ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو باندې اچولې ده او د پاتې ۱۰ سلنه ملکي وگړو د وژنې مسئولین ئې ناپیژندلې شوې وسلوالې ډلې گڼلې دي.

د یوناما په خبره په ۲۰۱۲ کال کې د ناټو د هوایي بریدونو له کبله د رامنځ ته کیدونکو ملکي تلفاتو شمیره هم د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۲۳ سلنه راټیټه شوې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د ۱۱۴۵ وژل شوو ملکي وگړو په ډله کې ۳۰ سلنه ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه وگړي ډیر وخت د یاغیانو د سړک د غاړې ماینونو وژلي دي.

یوناما ویلي دي چې په افغانستان کې د جگړې له کبله د بې ځایه شوو کسانو شمیره هم ۱۴ سلنه لوړه شوې ده. دې سازمان همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي ئې دي چې په ځینو سیمو کې یاغیان کولای شي چې صحرایي محکمې تر سره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتوونکی: عبدالباري حکیم