1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: اقلیمي بدلون د انسانانو روغتیا ته گواښ دی

۱۳۹۸ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ په مادرید کې د اقلیم نړیوال کنفرانس پیل سوی چې پکښي له ۱۹۰ څخه د زیاتو هیوادونو مشرانو گډون کړی. د ملگرو ملتو د یوه نوي رپوټ له مخې، د اقلیم بدلون مخ په زیاتیدونکي ډول د انسانانو روغتیا ته خطر پیښوي.

https://p.dw.com/p/3U9FY
COP25 25. UN-Klimakonferenz in Madrid
انځور: picture-alliance/dpa/M. Fernandez

په مادرید کې د اقلیمی بدلون په هکله نړیوال کنفرانس کې د روغتیا د نړیوال سازمان رییس تیدروس ادهانوم گیبریسیس، د سه شنبه په ورځ وویل چې سخته گرمي او د طوفانونو او سیلابونو له امله زیانونه په مستقیم ډول کوچنیان، ښځې او نارینه تر خطر لاندی راولي.  

سربیره پر دې د حاصلاتو او خوراکي موادو له منځه تلل او د اوبو کموالی د انسانانو ژوند ته تاوان رسوي. د روغتیا د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي چې د هوا د تودوښې لوړیدل او له کنترول څخه وتلې د اوبو د کارولو اندازه د ځانگړو ناروغیو لکه کولرا، ملاریا او د ډينگې په نامه تبې پراخوالي ته زمینه برابروي.

د نوموړي رپوټ په حواله که د پاریس د اقلیمی کنفرانس تدابیر عملي سي نو کیدای سي د هوا د ککړتیا کموالی له امله تر ۲۰۵۰ کاله پورې هر کال د یو میلیون انسانانو ژوند وژغورل سي. د هوا د ککړتیا شاته ته تگ د تنفسي، زړه او د سرطان د ناروغیو د مشخصو ډولونو د راکمیدو سبب هم کیږي.

Symbolbild: Wasserknappheit in Deutschland
آرشیف: په آلمان کی د اوبو کمښتانځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د ۲۰۱۵ م کال د پاریس د کنفرانس هدف دا وو چې د مځکې حرارت باید په ښکاره ډول تر دوو درجو او د امکان تر حده د صنعتي کیدو څخه مخکی وخت په پرتله یو اشاریه دوې درجو پورې محدوده سي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینگار کوي چې مخ په زیاتیدونکي ډول هیوادونو د مځکې د تودیدو روغتیایي اغیزی، پر خپل ولس باندې د یوه سیاسي موضوع په توگه بايد وپيژني.

د هغو ۱۰۱هیوادونو شاوخوا نیمایي برخې یې چی د روغتیا نړیول سازمان پکښي د خپل رپوټ له پاره پلټنې کړي، د روغتیا له پاره د اقلیمی خطرونو په وړاندی یوه ستراتیژي جوړه کړې ده. خو ډیر وروسته پاته هیوادونه بیا دومره مالي منابعو ته لاس رسی نه لري چې خپل دغه پلانونه عملي کړي. د دغو هیوادو له پاره سخته ده چې د خپلو صحي پروژو له پاره نړیوالې مالي مرستې ترلاسه کړي.

د اقلیم په اړه د مادرید په دغه دوه اونیز نړیوال کنفرانس کې به چی د دسمبر تر ۱۳ مې نیټط پورې ادامه لري د څه د پاسه ۱۹۰ دولتونو استازي غواړي د پاریس د اقلیمی کنفرانس د تړون د عملي کولو له پاره د نورو گامونو د اخیستلو په هکله سلامشورې وکړي. د دغو سلا مشورو یوه موضوع د اقلیمي بدلون په نتیجه کې روغتیایي عواقبو ته متوجه ده.

G.P/B.S/edp