1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: د وچې لاره د سمندر له لارې ډیره خطرناکه ده

۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبه

لوږه، تنده او ترافیکي پيښې: د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري افریقایي پناه غوښتونکو ته د مدیترانې سمندر پر لور د وچې د لارې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3SORK
Algerien Geflüchtete in Wüste ausgesetzt
انځور: picture-alliance/dpa/J. Dennis

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان (UNHCR) ځانګړي استازي وینسنټ کوچیتل، وویل: «مونږ په دې نظر یو چې احتمالاً د مدیترانې سمندر په نسبت، لږ تر لږه دوه برابره ډیر انسانان د مدیترانې د لارې په مسير کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.» د هغه په خبره کیدای شي دغه شمیرې تر دې هم ډیرې لوړې وي.

نوموړي د «ويلټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «هیڅ څوک هم په دقیق ډول نه شي ویلی، خو دا یوه تراژیدي ده.»

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګیرد مولر واضحه کړه: «مونږ مهاجرو ته د قاچاقبرانو د صحرا یا دښتې د خطرناک سفر په هکله خبرداری ورکوو او په اصلي هیوادونو کې يې ملاتړ زیاتوو، تر څو دوی ته د ژوند لرلید ورکړو.»

د آلمان د مسیحي سوسیال ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه: »دا په دې معنی چې تر ټولو په لومړي قدم کې دوی ته د تحصيل، مسلکي زده کړو او کار زمينه مساعدوو.«

هغه لوړ ارقام چې رپوټ شوي نه دي

 

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان د اکتوبر په میاشت کې رپوټ ورکړ چې په روان کال کې تر اوسه پورې تر ۱۰۰۰ ډیر انسانان د مهاجرت په مسیر کې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي او خپل ژوند یي له لاسه ورکړی دی.

په ۲۰۱۸م کال کې په مجموع کې د ۲۲۷۷ تنو د مړه او لادرکه کیدو رپوټ ورکړ شوی وو.

همدرانګه د ملګرو متلونو د کډوالو اداره (UNHCR) د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) هغو نا رپوټ کړل شویو مواردو ته اشاره کوي، چې د مړه شویو مهاجرو په اړه ورکړل شوي دي او باور پرې نه شي کیدلی.

د دغه سازمان (IOM) په حواله له ۲۰۱۴ م کال څخه د روان کال د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې د رسمي ثبت شویو شمیرو له مخې تر ۱۹۰۰۰ ډیر مهاجرو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دقیق ۴۴۶۳ تنو په شمالي افریقا کې.

په همدې حال کې، دغه سازمان د مدیترانې په ارتباط ډيرې او ښې سرچينې په اختیار کې لري، نو په همدې دلیل سړی ویلی شي چې د مهاجرت د دې مسیر په اړه معلومات، کیدای شي د شمالي افریقا په پرتله واقعیت ته ډیر نږدې وي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په حواله امکان لري چې ډیر شمیر مهاجرو د وچې د لارې په مسیر کې په ترافیکي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي او یو شمیر نور د لوږې، تندې، زور زیاتي او ناروغیو قرباني شوي وي.

 

wa/nob (kna, dpa)/ns/ns