1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: د نجونو ښوونځي بیرته خلاص کړئ

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

ملګرو ملتونو له حاکمو طالبانو څخه د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو د یوه کال پوره کیدو په مناسبت له هغوی څخه تر شپږم صنف پورته نجونو د مکتبونو بیرته خلاصیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چي طالبان دې دغه فیصله بیرته واخلي.

https://p.dw.com/p/4H1dl
Afghanistan Schule
انځور: AFP

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش نن یکشنبه (د سپټمبر ۱۸ مه) پخپل تویت کي ولیکل، چي «نجوني په مکتبونو پوري تعلق لري. طالبان باید هغوی بیرته ورپریږدي.»

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر، یوناما څخه مارکوس پوتسل وايي، چي د ۲۰۲۱ م کال په سپټمبر میاشت کي د طالبانو لخوا واک ته تر رسیدو فقط څو اونۍ وروسته د نجونو د لوړو صنفونو د ممانعت نافذ سوی امر په دغه هیواد  کي د ځوانو نجونو یو مکمل نسل ته تاوان رسوي. په خبره یې دا «یوه غمجنه، شرم آوره او کاملأ د اجتناب وړ ورځ ده.» هغه همدارنګه وویل، چي د نړۍ په هیڅ نقطه کي د ممانعت دغه ډول یو مثال موجود ندی. 

یوناما وايي، چي د دغه ممانعت د شروع څخه تر اوسه پوري د تر یوه میلیون اضافه نجونو او ځوانو ښځو څخه د تعلیم زمینه اخیستل سوې ده. د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حمايې سازمان، یونیسف ګمان کوي، چي حتی تقریبأ درې میلیونه هغه نجوني په افغانستان کي د تعلیم څخه محرومي دي، کومي چي غواړي مکتب ته ادمه ورکړي او متوسطې یا لیسې ته ولاړي سي. 

Schülerinnen in Afghanistan
انځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ مه  قدرت ته د طالبانو تر دوهم وار رسیدو وروسته که څه هم هغوی د خپلی اولي دورې په مقایسه (د ۱۹۹۶ څخه د ۲۰۰۱ م کلونو ترمنځ) د نسبتأ معتدل چلند وعده ورکړه، خو په تیرو ۱۲ میاشتو کي په افغانستان کې د نورو تر څنګ د ښځو او نجونو حقوق ډیر زیات محدود سوي دي.

له بلي خوا که څه هم په همدې تیر مارچ میاشت کي طالبانو د نجونو د لوړو صنفونو مکتبونه خلاص کړل، خو ترڅو ساعتونو وروسته یې هغوی بیرته وتړل. دا هم پداسي حال کي ده، چي دغه ډول یو څو لږ مکتبونه د هیواد په ځینو برخو کي د قومي مشرانو او فامیلونو د فشار په سبب خلاص پاته دي، خو په اکثرو ولایتونو، له هغې جملې څخه په کابل، کندهار او ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي پاته دي.