1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د مهاجرو په اړه اروپایې ټولنې ته یوه طرحه لري

۱۳۹۷ تیر ۵, سه‌شنبه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري غواړي اروپایې اتحادیې ته داسې یوه طرحه وړاندې کړي چې له مخې یې د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو پر ویش موافقه رامنځته شي او احتمالاً عملي وي.

https://p.dw.com/p/30Jys
Deutschland Kanzlerin Merkel trifft Filippo Grandi
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sohn

ټاکل شوی ده چې د مهاجرو په چارو کې د مګرو ملتونو سازمان یا «یو ان اچ سی آر» مشر فیلیپو ګراندي، دغه طرحه اروپایې اتحادیې ته واستوي. د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې دغه طرحه همدارنګه د هغو مهاجرو د بیرته ستنولو موضوع هم مطرح کوي چې په اروپا کې د پاتې کیدو شرایط نه پوره کوي.

دې ورځپاڼې دا مطلب د فیلیپو ګراندي له خوا د اروپایې اتحادیې مشر ته د استول شوي یوه لیک پر بنسټ خپور کړی دی. د ملګرو ملتونو عالی کمیساري همدرانګه د هغو کسانو له پاره د لا زیاتو فرصتونو د رامنځته کولو د هڅو پراخولو غوښتنه کړې چې د مهاجرو په لویو کوربه هیوادونو کې ژوند کوي.

د «بیلډ» ورځپاڼې په حواله ګراندې په دې لیک کې د مهاجرت د سیاست په برخه کې د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ په مستقيم ډول د نویو موافقتنامو په اړه د ګډې همکارۍ د یوه بیړني فرصت د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا ګراندي به د راتلونکې اونۍ په پیل کې د اروپایې اتحادیې په سرمشریزه کې ګډون وکړې او که نه؟

تر دغې سرمشریزې مخکې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، تر ډیر سخت فشار لاندې راغلې ده ځکه د کورنیو چارو وزیر او د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند مشر هورست زیهوفر خبردارې ورکړی دی چې د اروپایې اتحادیې په کچه یو مساوي اغیزمن اقدام د نه رامنځته کیدو په صورت کې هغه مهاجر د آلمان له سرحدونو څخه بیرته ستانه کړي چې د اروپایې اتحادیې په نورو غړو هیوادونو کې ثبت شوي دي.

که دا کار وشي نو په هغه صورت کې به د دوبلين په قوانينو کې اصلاحات چې هدف یې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو عادلانه ویش دی پای ته ورسیږي. یو شمیر هیوادونو اوس د اروپا د بهرنیو سرحدونو ساتنې موضوع ته خپله توجه متمرکزه کړې ده.

د راتلونکې اوونۍ د پیل په سرمشریزه کې به له دریمو هیوادونو، په کوم کې چې مهاجر میشت دي، سره د همکارۍ موضوع یو ځل بیا مطرح شي. د دې همکارۍ موخه له دریمو یعنې د تر کیې په څیر د مهاجرو له کوربه هیوادونو سره د مهاجرت د موافقتنامو لاسلیک دي.