1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير ۱۷ سلنه لوړ شوی

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري وايي چې سږ کال له ترکيې څخه د اوبو له لارې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير لوړ شوی دی. دغه سازمان وايي چې د تېر کال په پرتله د مهاجرو شمير ۱۷ سلنه لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/367A7
Griechenland Flüchtlinge auf dem Weg nach Lesbos Gummiboot
آرشيفانځور: Reuters/G. Moutafis

د آلمان خبري آژانس د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له قوله ليکي چې د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې ۲۳ زره او ۴۱۹ مهاجر او پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي دي. د ملګرو ملتونه دغه اداره وايي چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله سږ کال يونان ته د رسيدلو مهاجرو او پناه غوښتونکو په شمير کې ۱۷ سلنه لوړوالی راغلی دی.

په عين وخت کې د يونان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دغه شمير مهاجرو څخه علاوه د روانې مياشتې (اکتوبر) په لومړنيو څلورو ورځو کې ۵۶۰ تنه مهاجر د آژه سمندرګي له لارې د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي. آژه سمندرګی د يونان او ترکيې ترمنځ د اوبو يو پخوانی سرحد دی.

د يونان د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي سږ کال پر دغې لارې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمېر د تېر کال د رسيدلو مهاجرو په پرتله، دوه برابره لوړ دی.

د يونان د مهاجرت د چارو وزير ديمتريز ويتساس د دغه هيواد پارلمان ته وويل چې په ۲۰۱۷م کال کې ۵۵۰۰ مهاجر د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيدلي ول، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸م کال په يوازې لومړيو ۹ مياشتو کې له دغې لارې شاوخوا ۱۲ زره مهاجر رسيدلي دي.

Griechenland Flüchtlinge in Athen
يونان غواړي په ټاپوګانو کې د منتظرو مهاجرو شمير تر لس زرو راښکته کړيانځور: DW/D. Cupolo

ويتساس زياته کړه چې يوناني چارواکي په پام کې لري چې له ټاپو ګانو څخه ډير مهاجر وچې ته انتقال کړي.

د رپوټونو په حواله له ټاپوګانو څخه وچې ته د مهاجرو د ايستلو يو دليل دا دی چې په ټاپوګانو کې د کمپونو له وړتيا څخه دوه برابره ډير مهاجر ځای پر ځای کړل شوي، چې له امله يې د کمپونو وضعيت ډير خراب شوی دی. د يونان حکومت دغه هيواد ته رسیدلي مهاجر په لومړي سر کې په دغو کمپونو کې ساتي.

د يونان د ساحلي ساتونکو په حواله، په تيرو لسو ورځو کې له ۲۰۰۰ څخه ډير کسان د يونان شمالي او مرکزي کمپونو ته ليږدول شوي او ۱۹ زره نور بيا وچې ته د انتقال په انتظار کې دي.

د يونان حکومت په پام کې لري چې د هغو مهاجرو شمير چې د آژه سمندرګي په ټاپوګانو کې د انتظار په حال کې ژوند کوي، لس زرو ته راښکته کړي. 

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: