1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معتصم آغا جان نظر بند دی

مسعود جهش (د سولې د عالي شورا بیانیه، رویترز)۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د طالبانو یو پخوانی چارواکی چې اوس یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوه معتصم آغا جان، په متحده عربي اماراتو کې نظر بند دی. د سولې عالي شورا دغه خبره کړې او له دې هیواد څخه یې د محدودیتونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1BkLZ
انځور: Strdel/AFP/Getty Images

د افغانستان د سولې عالي شورا یوه بیانیه خپره کړې ده چې په کې راغلي دي چې معتصم آغا جان په عربي متحده اماراتو کې نظر بند دی. آغا جان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر وو او د سولې د عالي شورا د اعلامیې په حواله یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوه.

تر دې یوه اوونۍ مخکې افغان حکومت د معتصم آغا جان د لادرکه کیدو خبر ورکړی وو. اغا جان په روان کال کې په دوبۍ کې د افغان حکومت او طالبانو د چارواکو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې وه.

په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د رسیدلو اطلاعاتو له مخې د طالبانو یو مهم مشر ښاغلي معتصم آغا جان چې د سولې د هلو ځلو ملاتړ یې کوه او په وروستیو وختونو کې په متحده عربي اماراتو کې اوسیده، په همدې هیواد کې نظر بند شوی دی.»

د سولې عالي شورا ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د محدودیتونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. په کابل کې میشتې د لویځو هیوادونو یوې سرچینې هم دغه موضوع چې معتصم آغا جان نظر بند دی تایید کړې ده. دغې سرچینې زیاته کړې ده چې عربي امارات اوس په دې اړه هم فکر کوي چې آغا جان افغانستان ته واستوي.

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې متحده عربي آماراتو په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د ولسمشر کرزي حکومت تل پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، خو تر اوسه پورې په افغانستان کې د سولې هلو ځلو کومه خاصه پایله نه ده لرلې. طالبان د ولسمشر کرزي حکومت د لویدیځ د لاس اله بولي او وایي چې له لویدیځو سره به تر خاصو شرایطو لاندې په مستقیم ډول خبرې وکړي.

د روان کال په مارچ میاشت کې معتصم آغا جان په دوبۍ کې د طالبانو د ۱۶ تنو لوړ پوړو چارواکو او سولې شورا تر منځ د یوې غونډې زمینه برابره کړه. د دغې غونډې د جرئیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي خو ویل کیږی چې په کې ډیر پرمختگ نه دی شوی. طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې معتصم آغا جان د هغوی د ډلې استازیتوب نه کوي او دغې ډلې په دوبۍ کې خپلو غړو ته د کومې غونډې اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او لویدیځ چارواکي بیا ټینگار کوي چې معتصم آغا جان اوس هم د طالبانو په ډله کې ډیر نفوذ لري او کولای شي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب