1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعات: د افغانستان سیاسي حالت پیچلي پړاو ته ننوتی

۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبه

نن په افغانستان کې د اونۍ لومړۍ ورځ ده. د چاپي رسنیو په ننۍ مهمو موضوعګانو کې په دغه هیواد کې د مخدره توکو د کښت زیاتیدل، ګاوڼډیو هیوادونو سره اړیکې او د پولیسو لخوا د سیمین بارکزۍ د اعتصاب ختمیدل شاملې دي.

https://p.dw.com/p/12sUD
ویسا د سیمین بارکزۍ د اعتصاب په ختمولو نیوکه کړي
ویسا د سیمین بارکزۍ د اعتصاب په ختمولو نیوکه کړيانځور: DW

د ملي آرمان ورځپاڼي په افغانستان کې د کوکنارو د کر، کاروبار او استعمال په اړه لیکنه کړي ده. ملي آرمان په خپله سر مقاله کې تر دې عنوان لاندي چې «له کوکنارو سره مبارزه جدي وبولۍ» یوه اوږده لیکنه خپره کړي چې په یوه برخه کې یې راغلي:

«افغان دولت او نړیواله ټولنه له کوکنارو سره په مبارزه کې پاتې راغلي او له دې سره جوخت نا امنۍ هم زور اخیستی.»

ملي آرمان لیکي چې د کوکنارو د کروندو له بیاځلي پراخیدو سره جوخت د هغو کسانو شمیره هم لوړ شوی چې په نشه یې توکو روږدي کیږي او د ښارونو په لارو کوڅو، د پلونولاندي، په کنډوالو او ډیرانونو کې په ډیر بد حالت کې ژوند کوي.

ورځپاڼه د روږدو کسانو د شمیرې زیاتیدل د ملک له نا امنۍ سره په ارتباط کې بولي او پر حکومت غږ کوي چې خپلې وروستۍ هڅي په لاره واچوي.

په ورته وخت کې د ارادې په نامه له کابل څخه یوې بلې خپریدونکې ورځپاڼې بیا د افغانستان او ګاونډیو ملکونو تر منځ اړیکو ته کتنه کړي. اراده کاږي د افغانستان ستونزه یوازي له ګاونډیانو سره ده او باید له هغوي سره د رڼو او نیغو خبرو لاري هواره شي.

ورځپانه لیکي افغان دولت په تیرو څو کلونو کې د سولې لپاره د سولي عالي شورا او د سولې د ټینګښت کمیسیون رامنځ ته کړل خو د هرې ورځي په تیریدو د ګاونډیانو د مداخلې لاس د افغانستان په لور اودیږي. اراده لیکي په تیرو څو کلونو کې نه یوازي دا چې سوله ټینګه نه شوه بلکې د نا امنۍ لمن هم پراخه شوه.

د چراغ په نامه یوې بلي نا پیلې ورځپاڼي بیا د خبرو او فشار له لاري د پاکستان د قابو کولو تر عنوان لاندي یوه اوږده لیکنه خپره کړي ده.

چراغ کاږي که څه هم د پاکستان په اړه د امریکې د متحده ایالاتونو په دريځ کې څه نا څه تریخوالی لیدل کیږي خو بیا هم واشنګټن له اسلام آباد سره د اوږد مهالو همکاریو د ساتلو هڅه کوي او نه غواړي چې له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کې خپل دغه متحد له لاسه ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي د پاکستان قابو کول یوازي د سیاسي خبرو اترو او اقتصادي فشارونو له کبله کیيږي نه د پوځي تهاجم له لاري.

د سرنوشت په نامه یوې بلي ورځپاڼي بېا په زیږو کرښو لیکلي چې کابل د ایران په فرهنګي مرکز د بدلیدو په حال کې دی.
د سرنوشت لیکوال ویلي ایران د هرې ورځي په تیریدو په پلازمینه کابل کې د خپلو لاس پوڅو فرهنګي مرکزونو په جوړولو سره خپل دود او دستور او فرهنګي موخې تر لاسه کړي. د ورځپاڼې په لیکنه دغه کار ته تر ډيره بریده د کابل په یو شمیر سیمو کې لاره هم هواره شوي ده.

سرنوشت یو شمیر کورنۍ رسنۍ له ایران سره په افغانستان کې د دغه ملک فرهنګي موخو ته د رسیدو په لاره کې ډیرې کارنده بولي.

په پاې کې د ویسا ورځپاڼې بیا د یو شمیر اعتصاب کونکو پر وړانډي د پولیسو د وروستي تهاجم په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده. ویسا لیکي چې د سیمن بارکزۍ پر وړاندي د پولیسو دغه ګام له بشري حقونو سره اړخ نه لګوي او پولیس باید د مدني خوځښتونو پر وړاندي د ټوپک په ژبه خبري و نه کړي. ورځپاڼه دا کار یوه ډار اچونکي عمل ته ورته بولي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش